د امریکا استازو مجلس په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ

د متحده ایالاتو د استازو مجلس غړیو جمعه جولای ۲۹ (زمري۷) پدې هیواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ.

د کانګریس دا اقدام پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري او داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د وسله وال تشدد تازه پیښو ته په غبرګون کې شوی ځکه په ډله ایز وسله وال تشدد کې ډیری وخت د همدې وسلو څخه کار اخیستل شوی.

پدې وسلو پخوا هم بندیز و خو دا قوي وسله چې ډیری وخت ځوانان ترې په ډله ایز وسله وال تشدد کې کار اخلي، یو ځل بیا یې د خلکو پام جلب کړی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې ددې وسلو په تولید او پلور محدودیت ولګید خو دا چې کانګریس غړیو ونشو کړی پدې وسلو د بیا بندیز لګولو لپاره سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي او د هغوي سره چې وسلو لپاره لابي کوي، مبارزه وکړي، هغوي ونشو کړی دا وسلې بندې کړي.

د کانګریس د استازو په مجلس کې دموکراتان اکثریت دي.

د استازو د مجلس مشرې ننسي پلوسي پدې بندیز د رایه ګیرۍ غوښتنه کوله او ټینګار یې کاوه چې پخوا هم چې پدې وسلو بندیز لګیدلی و، ډیر ژوندانونه ژغورل شوي و.

سره لدې چې د استازو په مجلس کې ټولو جمهوریت غوښتونکو ددې لایحې پر ضد رایې ورکړې او هغه یې د انتخاباتو د کال لپاره د دموکراتانو تګلاره وبلله خو بیا هم دا لایحه د ۲۱۷ مثبتو او ۲۱۳ منفي رایو په اخیستو سره منظوره شوه خو ښایي د سنا په مجلس کې به یې منظوري ودریږي ځکه چې هلته جمهوري غوښتونکي او دموکراتان پنځوس – پنځوس څوکۍ لري.

د کانګریس د استازو مجلس دا لایحه پداسې حال منظوروي چې په متحده ایالاتو کې د وسله وال تشدد په هکله د خلکو تر منځ اندیښنې ډیرې شوي.

تر دې وړاندې کانګریس د وسلو د کنټرول لایحه هم منظوره کړې وه چې جمهور رئیس جو بایډن د روان میلادي کال د جون ۲۵ (چنګاښ۴) لاسلیک او په قانون بدله کړه.

یوه غیر انتفاهي ټولنه چې په متحده ایالاتو کې د تشدد هغه پیښې څارې او په هکله یې معلومات راټولوي چې د وسلې څخه پکې کار اخیستل شوی وي، وایي په ۲۰۲۱ کال
کې په ټولې امریکا کې ۲۱ زره کسان د تشدد په هغو پیښو کې وژل شوي چې وسله پکې کارل شوې.

همدې ټولنې ویلي چې د ډله ایزو ډزو ۶۹۳ پیښې یې ثبت کړي چې ۷۰۲ کسان پکې مړه شوي. ډله ایزې ډزې معمولاً هغو پیښو ته ویل کیږي چې قربانیان یې لږ تر لږه ۴ یا تر دې ډیر کسان وي

دا په تیرو شاوخوا ۳۰ کالونو کې په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول یوه تر ټولو ستره لایحه ده چې منظوریږي.

جمهور رئیس جو بایډن د دې لایحې د لاسلیک پر وخت چې میرمن یې جل بایډن تر څنګ ولاړه وه وویل، "دا یوه تاریخي ورځ ده. که د خدای خوښه وي دا به ډیر ژوندونونه وژغوري".

د استازو په مجلس کې چې دموکراتان پکې اکثریت دي، دې لایحې ۲۳۴ موافقې او ۱۹۳ مخالفې رایې ګټلې وې پداسې حال کې چې د سنا په مجلس کې چې دواړه ګوندونه پکې برابر غړي لري، دې لایحې ته ۶۵ مثبتې او ۳۳ منفې رایې ورکړل شوې وې.

پدې قانون کې د هغو کسانو څخه وسلې اخیستل کیږي چې د خپل ځان او یا نورو لپاره خطرناک وبلل شي او په هغو کسانو وسلې نشي پلورل کیدی چې د ژوند په شریک (میړه یا خاوند) د زور زیاتي کولو له کبله مجرم یا مجرمه ثابت شوي وي