امریکا کې د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ دپاره نوې هڅې

د امریکا ولسمشر او لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ د اجراییوي فرمان د لاسلیک کولو پر مهال

د امریکا لومړۍ مېرمنې د هغو بې سر پرسته ماشومانو د ملاتړ لپاره نوې هڅه پیلوي څو د روزونکو ټولنو نه وړاندې خپل عادي ژوند ته ورواوړي.

لومړۍ مېرمنې مېلانیا ټرمپ د هېواد په کچه یو نوې کمپاین پیل کړې څو بې سرپرسته امریکايي ماشومانو ته د ډېرو سرچینو په برابرولو دا توان ورکړ شي چې خپله لاره د روزنتونونو څخه خپلواک ژوند پر لور بدله کړي.

لومړۍ مېرمن دغه کمپاین، چې د راتلونکې روزنه نومېږي، د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په وینا کې وړاندې کړ، او وروسته له دې خپل د ژوند ملګري ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یو ځای یې هغه اجرایي فرمان هم لاسلیک کړ چې دا نوښت عملي کوي.

دغه فرمان فدرالي ادارو ته لارښوونه کوي چې له خصوصي سکتور سره په ګډه د امریکا د زورنتونونو د سیسټم عصري کولو لپاره کار وکړي، څو هغو ځوانانو ته ډېرې وسیلې، سرچینې او فرصتونه برابر کړي چې لدې ځایونو څخه خپلواک ژوند ته داخلېږي.

لومړۍ مېرمن په خپله وینا کې وویل: "ډېر کسان چې د روزنتونونو راوتلي، په کورونو کې نه وي، او د امریکا پر سړکونو له خطرونو سره مخامخ دي."

د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د سپتمبر تر میاشتې پورې په امریکا کې د درۍ سوو اته ویشت زرو نه زیات شمیر ماشومان د روزنتونونو په سیستم کې شامل وو.

لومړۍ مېرمنې زیاته کړه: "زه وړاندوینه کوم چې د هڅې دا نننۍ دا کوچنۍ لمبه به یو ژور او پایدار ملي غورځنګ رامنځته کړي. زموږ ګډ عزم به د خواخوږۍ او نوښتونو نه ډک روښانه راتلونکی وزیږوي. یو ځای به د نن ورځې بې سرپرستو ماشومانو ته هغه لاره روښانه کړو چې د سبا جوړوونکي شي. او د سبا جوړوونکي به د امریکا د میراث راتلونکی وروزي."

د فرمان له لاسلیکولو نه مخکې، ولسمشر ټرمپ خپلې مېرمنه وستایله چې دا نوښت د دوهمې مېرمنې، اوشا وینس، سره په ګډه پر مخ وړي.

هغه وویل چې د دې کمپاین د یوې برخې په توګه به ، امریکايي شرکتونه او بنسټونه ژمنه وکړي چې پر تعلیم او تربیې او لارښوونې پانګونه وکړي څو هغه ځوانان چې د روزنتونونو سیسټم څخه عادي ژوند ته اوړي بشپړ ملاتړ ترلاسه کړي.