د امریکا د ډیلټا هوايي شرکت د پروازونو د وزن او توازن د محاسبې په اتومات سیسټم کې تخنیکي ستونزې د یکشنبې په ورځ د دغه شرکت په پروازونو کې د ځنډ لامل شوې. دا ستونزه په داسې حال کې پیدا شوې چې امریکایان د شکرانې د ورځې په مناسبت د رخصتیو لپاره سفرونه پیلوي.
ډیلټا هوايي شرکت په یوې اعلامیې کې ویلي چې تخنیکي ټیمونه یې د ستونزې د حل او د اتومات سیسټم د بېرته فعالولو لپاره کار کوي. دغه شرکت زیاته کړې چې تر هغې وخته د الوتنو د ترسره کولو لپاره له لاسي بکسونو کار اخلي.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي چې ډیلټا د ستونزې د حل هڅې کوي او دا ځنډ د یادې ادارې د هوايي ترافیک له سیسټمونو سره تړاو نه لري.
د پروازونو د څارنې وېبپاڼې «فلایټ اوېر» د یکشنبې تر غرمې پورې ویلي وو چې د ډیلټا ۴۸ سلنه الوتنې ځنډېدلې وې. د اتلانتا په نړیوال هوايي ډګر کې، چې د دغه شرکت اصلي مرکز دی، ۳۸ سلنه وتونکې او شاوخوا ۳۶ سلنه راتلونکې الوتنې ځنډېدلې وې.
دا ستونزه په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د فدرالي هوايي چلند ادارې د شبکې تخنیکي خرابۍ د امریکا په کچه د ۲۵ کلونو تر ټولو اوږد هوايي ترافیکي ځنډ رامنځته کړ. هغه مهال زرګونه الوتنې لغوه یا وځنډېدې او سلګونه زره مسافر له ستونزو سره مخ شول.
تر دې پېښې څو ورځې وروسته د یونایټډ هوايي شرکت هم له ورته تخنیکي ستونزې سره مخ شو چې له امله یې د دغه شرکت الوتنې وځنډېدې.
د شکرانې د اختر د رخصتیو پر مهال په امریکا کې د هوايي سفرونو د زیاتوالي له امله د الوتنو ځنډ د مسافرو لپاره د لا زیاتو ستونزو د رامنځته کېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.