رونالد نیومن: د سولې د بهیر د بریا لپاره سیمه ییزه اجماع اړینه ده

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفیر رونالد نیومن

په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفیر رونالد نیومن وایي، د سولې د پروسې د بریا لپاره سیمه ييزه اجماع اړینه ده.

خو د ښاغلي نیومن په وینا د افغان حکومت د شریکانو ترمېنځ د سولې د پروسې په هکله ګډ دریځ ټاکونکی رول لوبوي.

د امریکا پخواني سفیر رونالډ نېومن د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمېنځ د څو میاشتو سیاسي ناندریو چې لا هم روانې دي، د افغانستان حکومت دومره کمزوری کړی چې سیمه ییزو دولتونو د خپلو موخو لپاره طالبانو ته مخه کړي ده.

د امریکا غږ د خبریال احمدالله ارچیوال سره د ښاغلي نیومن بشپړه مرکه دلته کتلی او اوریدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر رونالډ نېومن مرکه

ښاغلی نیومن د افغان سولې په اړه د سیمې د هیوادونو د دریځ په هکله وایي: «زه فکر کوم دوی ټول په افغانستان کې سوله غواړي، خو فکر کوم ټول د سولې په اړه خوشبین ندي، سوله غواړي خو د سولې په بهیر باندې عقیده نلري.»