امریکایي سرتیری د روسیې په زندان کې د ۱۶۶۶ ورځو بند نه وروسته کور ته ستون شو

یو پخوانی امریکایي سرتېری د روسیې په زندان کې د ۱۶۶۶ ورځو بند نه وروسته کور ته ستون شو
د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری رابرټ ګېلمن په روسیه کې د زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته بېرته امریکا ته ستون شو.

ګېلمن، چې د امریکا تبعه دی، د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۱۷مه په روسیه کې ونیول شو او وروسته په مجموعي ډول په ۱۰ کاله بند محکوم شو.

هغه له ۱۶۶۶ ورځو بند تر تېرولو وروسته د سه‌شنبې په ورځ د بشري دلایلو له مخې خوشې شو.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې ګېلمن به د سه‌شنبې په شپه د واشنګټن ډي‌سي په اندروز هوايي اډه کې راښکته شي.

د ولسمشر مرستیال معاون، سېباستیان ګورکا، د چهارشنبې په سهار په ایکس کې ولیکل: «زموږ سمندري سرتېری په خوندي توګه بېرته د امریکا خاورې ته راستون شو.» هغه د یوې الوتکې د کیناستو ویډیو هم خپره کړه.

سټیف وټکاف، چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي، دا شپه «ځانګړې شپه» وبلله او ویې ویل چې خپلې کورنۍ او هېواد ته د ګېلمن د بېرته ستنېدو هرکلی وکړ.

وټکاف په یوه بل پوسټ کې د ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه او ویې لیکل چې : «د ولسمشر څخه مننه چې هېڅوک شاته نه پرېږدي.»

وټکاف همداراز ګېلمن یو وطنپال او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری وباله چې خپل هېواد ته یې په ویاړ خدمت کړی دی. هغه وویل چې ګېلمن اوس کولی شي له خپلې کورنۍ سره یوځای شي او هغه طبي درملنه ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري.

د وټکاف په وینا، د ګېلمن بېرته ستنېدل د ولسمشر ټرمپ د رهبرۍ او هېواد ته د امریکايي اتباعو د بېرته ستنولو لپاره د هغه د ژمنتیا یوه بله بېلګه ده.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د ټرمپ د ادارې په دوره کې نور امریکاییان مارک فوګل او کسنیا کاریلینا هم له روسیې څخه بېرته امریکا ته راوستل شوي دي.