د امریکا متحدوایالتونو خپله " امریکا لومړۍ" نړیوال روغتیايي ستراتیژي خپره کړې، چې پکې د نهو افریقایي ملګرو حکومتونو سره تړونونه شامل دي ترڅو د امریکا تخنیکي مرستې او مهم طبي دندې دغو هیوادونو ته انتقال کړي، خصوصي سکتور او مذهبي سازمانونه ځای په ځای کړي، او د ترلاسه کونکو هیوادونو لخوا د ګډې پانګونې زیاتوالی الزامي کوي.
د ټرمپ حکومت د دوشنبې په ورځ دوه اړخیز تړونونه اعلان کړل چې د 'امریکا لومړۍ نړیواله روغتیا' ستراتیژي ملاتړ کوي.
حقیقت پاڼې کې راغلي "یوازې په دریو میاشتو کې، موږ په بې ساري سرعت او تمرکز سره حرکت کړی څو د ترلاسه کونکو هیوادونو سره د دوه اړخیزو تفاهم لیکونو [MOUs] یو لړ مهمې موافقې وکړو".
"دا تفاهم لیکونه د دې ثبوت دی چې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ امریکا خوندي، پیاوړې او ډیره سوکاله کوي - د میلیونونو خلکو ژوند ژغوري او ترلاسه کونکو سره مرسته کوي چې بیرته په خپلو پښو ودریږي."
په دې کې همدارنګه راغلي چې "دا نوي تړونونه برخلیک جوړونکي دي.
"دوی د ساري ناروغیو د ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره د متحدو ایالتونو د نړیوالې روغتیا مرستې اغیز حد اکثر ته رسوي، دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کوي، او ترلاسه کونکو سره د انعطاف منونکي او په ځان بسیا د روغتیایي سیسټمونو په جوړولو کې مرسته کوي - هغه څه خوندي کوي چې د امریکا په بهرنیو روغتیایی مرستو کې کار کوي پداسې حال کې چې په چټکۍ سره بې کفایتۍ حل کوي، انحصار کموي، او ډاډ ترلاسه کوي چې هر مالیاتي ډالر د امریکایانو لپاره ریښتینې پایلې ولري".
متحدو ایالتونو د کینیا، روانډا، لایبریا، یوګانډا، لیسوتو، ایسواتیني، موزمبیق، کامرون او نایجیریا سره تړونونه لاسلیک کړي دي چې د امریکا څه باندې ۸ میلیارد ډالر مستقیمه پانګوونه ښيي.
دا اندازه به د ترلاسه کونکو هیوادونو لخوا د څه باندې ۵ میلیارد ډالرو ګډې پانګوونې سره سمون ولري.
متحده ایالتونه وايي چې هر دوه اړخیز تفاهم لیک د امریکا په ژمنو بیا ټینګار کوي چې "هغه ستر اهداف چې موږ یې په تیرو لسیزو کې د HIV/AIDS، نري رنځ، ملاریا او پولیو د وبا په وړاندې د مبارزې لپاره ټاکلي دي، او د مور او ماشوم روغتیا، د ناروغیو څارنه، او د ساري ناروغیو د خپریدو لپاره چمتووالي ته لومړیتوب ورکوي."