په امریکا کې د فدرال حکومت د بودیجې له تصویب او توشیح وروسته بیا کار پیل کړ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه د کانګرس له لوري تصویب شوې بودجه توشیح کړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت د پنجشنبې (د نومبر ۱۳) په ورځ خپل مکمل فعالیت بیا پیل کړ. د سپینې ماڼۍ د کارمندانو د چارو دفتر ویلي دي چې "د واشنګټن په سیمه کې فدرالي ادارې خلاصې دي" او "عادي عملیاتي بهیر پیل شوی دی".

دې دفتر دا مطلب وروسته له هغې په خپل ویب پانه کې خپور کړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په شپه د کانګرس له لوري تصویب شوې بودجه توشیح کړه.

د دې بودجې له تصویب سره، د فدرالي حکومت ۴۳ورځنی انسداد چې د دې هېواد په تاریخ کې ترټولو اوږد انسداد و، پای ته ورسېد.

ولسمشر ټرمپ د حکومت د تړل کېدو پړه د کانګرس په دموکرات غړو واچوله او د بودجې د توشیح په مهال یې وویل: "دا یو ویاړ دی چې دا عالي سند لاسلیک کړم او زموږ هېواد بېرته په کار پیل وکړي."

د ډونالډ ټرمپ په وینا، د حکومت "تړل پاتې کېدل هېواد ته ۱.۵تریلیون ډالر زیان رسولی" او وویل: "جمهوري غوښتونکو هېڅکله د (حکومت) تړل کېدو غوښتونکي نه وو او ۱۵ځله د مالي لګښتونو د ادامې لپاره یې رایه ورکړه."

دا بودجه چې د کانګرس لخوا تصویب شوې او د ولسمشر ټرمپ له لورې توشیح شوه، د حکومت لګښتونه به د ۲۰۲۶کال د جنورۍ میاشتې تر دیرشمې نېتې پورې تمویل کړي.

دا بودجه د روانې اونۍ په پیل کې د کانګرس د سنا مجلس له لوري د ۶۰موافقو او ۴۰مخالفو رایو سره تایید شوه او د چهارشنبې په شپه د کانګرس د استازو مجلس له لوري د ۲۲۲ موافقو او ۲۰۹ مخالفو رایو سره هغه مهال تصویب شوه چې د دې مجلس شپږ دموکرات غړو ورڅخه ملاتړ وکړ.

د استازو په مجلس کې د بودجې له تصویب مخکې، د اقلیت ګوند (دموکرات) مشر، حکیم جیفریز، له دې بودجې سره خپل مخالف څرګند کړ او جمهوري غوښتونکي یې د حکومت په تړل کېدو کې ملامت وګڼل او په دې بودجه کې یې د هغو میلیونونو امریکایانو لپاره د روغتیایي خدماتو د سبسایډي په شاملولو ټینګار وکړ چې د خپلو کارونو لخوا روغتیایي بیمې نه لري.

په تصویب شوي بودجې کې دا سبسایډۍ شاملې نه دي، خو د استازو د مجلس دموکرات غړو د چهارشنبې په ورځ یوه داسې طرحه وړاندې کړه چې د ۲۱۸ لاسلیکونو په لاسته راوړو سره به دا مجلس دې ته اړ کړي چې د روغتیایي خدماتو د سبسایډي د دوام لپاره رای اچونه وکړي.