د شکرانې ورځ؛ امریکا کې ځېنو پلورونځیو د فیل مرغ او کچالو په بیو کې تخفیف اعلان کړی

د امریکا په متحدو ایالتونو کې لوی پرچون پلورونکي وايي چې د شکرانې ورځې په مناسبت خواړه د تېرکال په بیه یا تر هغې هم په ټېټه بیه پلوري.

پلورونکي وايي چې د فیل مرغ او کچالو بیې چې د شکرانې ورځې اصلي خوراکي توکي بلل کېږي د تېر کال په پرتله لوړې شوې او اړ دې چې خلک په دغو دوو توکو کې د بیو لوړوالی وزغمي.

د توکو د معلوماتو شرکت، اکسپانا په وینا، د نومبر تر نهمې نېټې پورې د فیل مرغانو د عمده پلور بیې د تېر کال په پرتله ۱۲٪ لوړې شوې وې چې دا په هر پونډ کې دوه ډالره لوړوالی ښيي.

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي اوسېدونکې لشاون ویدرز وویل چې د دې کار ستاینه کوي.

ویدرز وویل: "اوس مهال اقتصاد ډېره زیاته مهمه ده په ځانګړې توګه کله چې د رخصتیو موسم نږدې کېږي. نو دا تاسو پوهېږئ د شکرانې ځای دی چې ځینې وړیا شیان ترلاسه کړې او بیا یې بېرته ورکړې."

د فارمونو ادارې د لسو کسانو لپاره د شکرانې د ماښامنۍ ډوډۍ لګښت په اوسط ډول ۵۸.۶۳ ډالره ښودلی چې د تېر کال په پرتله ۶٪ زیاتوالی ښیي. دغې ادارې وویل چې د ۱۶ پونډه فیل مرغ بیه شاوخوا ۱۰٪ لوړه شوې او هر پونډ یې ۱.۴۸ ډالرو ته رسېدلی خو پېرودونکو په هر پونډ کې تر ۶۹ سنټو پورې تخفیف لیدلی.