ټاکل شوې چې نن دوشنبه جنوري ۱۲ په واشنګټن ډي سي کې د جي-۷ د ماليې وزیران سره وویني، متحده ایالتونه د نړۍ د اقتصاد زبرځواکونه هڅوي چې خپله انرژي پراخه او متنوعه کړي او د حیاتي منرالونو له پلوه په چین باندې تکیه کمه کړي.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د جي-۷ د غونډې لپاره د دوشنبې په ورځ د منرالونو په اړه ځینې مهمې غونډې وکړې، دا غونډې تېره ورځ له ماښامنۍ څخه وروسته پیل شوې. د جي-۷ په ډلې کې متحده ایالتونه، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریتانیا شامل دي.
د کاناډا د مالیې وزیر دفتر تائید کړې چې وزیر فرانسوا-فیلیپ شمپین به د جنورۍ په ۱۱ او ۱۲ نېټو په جي-۷ کې د خپلو ځینو سیالانو سره وویني. د دغه دفتر په یوې اعلامیې کې ویل شوي: «وزیر شامپین به د مالیې وزیرانو په غونډې کې برخه واخلي چې د حیاتي منرالونو د انتقال په نړیوالو لارو خبرې وکړي او د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ به یې کوربه وي.»
د ولسمشر ټرمپ حکومت د خاورینو عناصرو په ګډون حیاتي منرالونه د «ملي امنیت او اقتصادي استقامت لپاره ارزښتناک» بولي.
ولسمشر ټرمپ تېرکال د اپریل په ۱۵ نېټه یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې په اساس یې د پروسس شویو حیاتي منرالونو او تولیداتو له لوري د متحدو ایالتونو ملي امنیت ته د ورپېښو ګواښونو په اړه تحقیقات پيل شول.
له هغه وروسته د متحدو ایالتونو حکومت د استرالیا، جاپان او اوکراین په ګډون له ځینو هېوادونو سره د منرالونو او نادرو خاورو قراردادونه لاسلیک کړل. په دغو قراردادونو کې يې تر ټولو عمده قرارداد د اکتوبر په میاشت کې له استرالیا سره و، چې ارزښت یې څو میلیارد ډالر کېږي، ولسمشر ټرمپ تر قرارداد مخکې د استرالیا له صدراعظم انتوني البانیس سره په سپینې ماڼۍ کې لیدلي وو.
بیسنټ د نومبر په میاشت کې د فاکس بزنس سره په مرکې کې ویلي وو چې متحده ایالتونه د نایابه خاورینو انتقالاتو په برخه کې د «چين د خنډونو د حل کولو» په لوري روان دی.
په سپینې ماڼۍ کې د انرژۍ د برلاسي د شورا اجرايي مشر جارید اجین د ډسمبر په میاشت کې وویل چې د حکومت هدف د انرژۍ سرچېنې متنوعې کړې او دا ډاډ ترلاسه شي چې د متحدو ایالتونو پوځ او متشبثین خپلې اړتیا وړ سرچېنې لري.