ایا د امریکا د استازو خونې مشر به له خپلې څوکۍ لېرې کړل شي؟

د متحدو ایالتونو د استازو د خونې مشر کوین مککارتي

د متحدو ایالتونو د استازو د خونې مشر کیوین مککارتي په داسې حال کې له خپل موقف څخه د لېرې کېدو له خطر سره مخامخ دی، چې د هغه د ګوند یو غړي مات ګیاتز ویلي دي چې د هغه د لېرې کېدو لپاره دې رایه اچوونه وشي.

دا مسئله له هغه وروسته مخې ته راغلې چې د استازو په خونې کې لنډه مهاله بودیجه تصویب شوه او مککارتي په دې برخه کې د دموکرات ګوند د غړو په رایو اتکا وکړه. له دغې پرېکړې وروسته، د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې د حکومت د بندېدو مخه ونیول شوه.

مککارتي د خپل اکس په حساب کې لیکلي دي چې د خپل موقف د برخلیک ټاکلو په اړه رایې اچوونې ته چمتو دی.

هغه لیکلي دي: «ما دولت فعال وساته چې زموږ د سرتېرو او سرحد د ساتونکو کورنۍ تنخواګانې واخلي. که زما د لېرې کېدو لپاره یو شمېر جمهوریت غوښتونکي له دموکراتانو سره لاس یو کوي، دا کار په مبارزې ارزي.»

د استازو خونه ۴۳۵ څوکۍ لري او د مککارتي دلېرې کېدو لپاره اکثریت رایو ته ضرورت دی. په دغې خونې کې جمهوریت غوښتونکي ۲۲۱ او دموکراتان ۲۱۲ څوکۍ لري.

مککارتي د جنورۍ په میاشت کې د استازو د خونې مشر وټاکل شو. هغه مهال هم ګیاتز او ځینې نور جمهوریت غوښتونکي دغې څوکۍ ته هغه د کاندید کېدو مخالف وو.

تر دې دې دمه د متحدو ایالتونو د استازو دخونې هېڅ یو مشر له خپلې دندې څخه لېرې کړل شوی نه دی.