ټرمپ: په تېرو ۱۵ میاشتو کې هېڅوک په ناقانونه توګه امریکا ته ندی داخل شوي

امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې د جمهوریت غوښتونکو په مېلمستیا کې یو ځل بیا د کډوالۍ پّ برخه کې د خپلې ادارې د پالیسیو نه دفاع وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د امریکا پولې اوس خوندي دي او وایي چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې هېڅوک په ناقانونه توګه دې هېواد ته نه دي داخل شوي.

هغه وویل: "په تېرو ۱۵ میاشتو کې حتی یو کس هم نه دی داخل شوی. څوک به باور ونه کړي. اوس خلک د داخلېدو لپاره نه راځي، ځکه پوهېږي چې له پولې څخه نه شي تېرېدلی. خو که خلک په قانوني توګه داخل شي، موږ به یې هرکلی وکړو، ځکه موږ خلکو ته اړتیا لرو. خو هغوی باید په قانوني توګه راشي او باید په امریکا کې د اوسېدو ویاړ ولري. هغوی باید زموږ هېواد سره مینه ولري؛ نه شي کولای زموږ هېواد ته داخل شي او زموږ له هېواد څخه کرکه ولري."

د امریکا ولسمشر همداراز د پخواني ولسمشر جو بایډن په مشرۍ د تېرې ادارې د کډوالۍ پر پالیسیو نیوکه وکړه او وې ویل چې یوازې په څلورو میاشتو کې ۲۵ میلیونه کسان په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي وو.

د ده په وینا، په ډېرو مواردو کې دغو کسانو ته باید په دې هېواد کې د پاتې کېدو اجازه نه وای ورکړل شوې.

ټرمپ د کډوالو د ایستلو او د کډوالۍ د محدودیتونو د لا سختولو لپاره سخته تګلاره تعقیب کړې ده. خو هغه وايي چې د دغو اقداماتو هدف د امریکا د کورني امنیت پیاوړتیا ده.

ټرمپ همداراز وویل چې د هغه ادارې په تېرو ۱۹ میاشتو کې بې‌سارې لاسته راوړنې لرلې دي.

هغه وویل چې د امریکا د اسهامو بازار په تېر یو نیم کال کې ۸۰ ځله تاریخي ریکارډ ثبت کړی او د دغه هېواد صادرات هم د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

هغه په امریکا کې د کارګرو امریکایانو شمېر هم تر بل هر وخت زیات وباله او زیاته یې کړه چې په دې هېواد کې به له ۲۰ ټریلیون ډالرو څخه زیاته پانګونه وشي. د ده په وینا، په تاریخ کې هېڅ هېواد د پانګونې دې کچې ته نږدې شوی نه دی.