د امریکا سنا د ایران د جګړې په اړه د امریکا د استخباراتي ادارو له چارواکو څخه پوښتنې کوي

ټاکل شوې چې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۸مه) د متحدو ایالتونو د استخباراتو مشران د ایران د جګړې په اړه د سنا د استخباراتي کمیټې په استماعیه غوڼده کې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

په دې استماعیه غونډه کې چې د نړیوالو ګواښونو په اړه ده، د ملي استخباراتو رییسې تولسي ګابارډ، د مرکزي استخباراتو ادارې رییس جان راټکلیف، د فدرالي تحقیقاتو ادارې رییس کاش پټیل، د دفاعي استخباراتو ادارې رییس جېمز اډمز او د متحدو ایالتونو د سایبري قومندانۍ سرپرست ویلیم هارټمن د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

د سنا د استخباراتي کمېټې مشر ټام کاټن د سې شنبې په ورځ د مارچ ۱۷مه خبریالانو ته وویل چې د ایران د رژیم پر ضد د امریکا اقدام «یو ډېر په دقت پلان شوی عملیات» و چې د ایران د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له پروګرامونو څخه ورپیښ ګواښونه به پای ته ورسوي.

سناتور مارک وارنر، چې په کمېټه کې مخکښ ډیموکرات دی، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه چې په دې وخت کې یې د «حماسي غضب عملیات» پیل کړ، نیوکه وکړه او ویې ویل چې ایران د امریکا لپاره «بیړنی ګواښ» نه و او دا یوه «اختیاري جګړه» ده.

د چهارشنبې د ورځې استماعیه غونډه یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د امریکا د ترهګرۍ ضد د ملي مرکز مشر جو کېنټ خپله استعفا اعلان کړه، ځکه د هغه په وینا «په ښه وجدان سره په ایران کې د روانې جګړې ملاتړ نشوای کولی».

ټرمپ په ځواب کې وویل چې کېنټ «د امنیت په برخه کې کمزوری» و او «ایران یو ډېر لوی ګواښ و».

کېنټ د تولسي ګابارډ یو لوړپوړی سلاکار و. میرمن ګابارډ د سې شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوست کې ولیکل چې د اعلی سرقومندان په توګه ولسمشر ټرمپ «مسوول دی چې وټاکي کوم څه بیړنی ګواښ دی او کوم نه، او دا هم چې ایا هغه اقدام وکړي که نه چې دی یې د خپلو سرتېرو، د امریکا د خلکو او د هېواد د خوندیتوب لپاره اړین بولي».

تمه ده چې د استخباراتو مشران به د پنجشنبې په ورځ د استازو جرګې د استخباراتو کمېټې مخې ته هم د نورو پوښتنو سره مخ شي.