د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران رژیم د امریکا د پوځ یوه اپاچي چورلکه چې د هرمز په تنګي کې یي ګزمه کوله، ویشتې ده.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ [جون نهمه] په ټروت سوشل ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د چورلکې دوه پیلوټان خوندي دي او ژوبل شوي نه دي.
ولسمشر لیکلي: "متحده ایالات په د اړتیا له مخې باید دې برید ته ځواب ووايي."
تردې مخکې، د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په یوې اعلامیې کې لیکلي وو چې یوه اپاچي چورلکه یي د عمان سواحلو ته نږدې غورځېدلې ده.
سنټکام د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې په چورلکه کې دوه سپاره کسان ژغورل شوي دي.
اعلامیه زیاتوي: "سرتېري په شاوخوا دوو ساعتونو کې په خوندي توګه ژغورل شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی. د پېښې لامل تر څېړنو لاندې دی."