د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکايي پوځیان به نن شپه پر ایران سخت بریدونه وکړي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [جون ۱۱مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د ایران سمندري او هوايي ځواکونه، د رادار سیسټمونه، د الوتکو ضد توغندي، د دفاع نور ټول وسایل او د تعرض کولو وړتیاوې له منځه وړل شوي دي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر زیاته کړې، "په نږدې راتلونکي کې به موږ د خارګ ټاپو او د تېلو تاسیساتي مرکزونه ونیسو، د هغوی [ایران] د تېلو او ګازو پر بازارونو به بشپړ کنټرول ترلاسه کړو، لکه څنګه چې مو له وېنزویلا سره کړي."
امریکايي پوځیانو د ایران لخوا د خپلې یوې اپاچي چورلکې د نسکورېدو په بدل کې په دوو پړاوونو کې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو پر ایران یو لړ "دفاعې بریدونه" وکړل.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ماښام فاکس نیوز ته ویلي که ایران معاملې ته چمتو نه شي نو د پنجشنبې په ورځ به بیا پرې شدید بریدونه وشي.
د چهارشنبې په سهار [جون ۱۰مه] د متحدو ایالتونو ولسمشرد ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل چې ایران له امریکا سره د هوکړې پر سر په خبرو اترو کې "ډېر وخت تېر کړی" او اوس يي باید "بیه" پرې کړي.
امريکا او اسرائیل د فبرورۍ په مياشت کې د ايران پر وړاندې ګډ پوځي عمليات پيل کړل څو له پولو څخه بهر د دغه رژيم ګواښوونکې پوځي وړتياوې کمې کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼۍ کې لیکلي چې هېواد به يي "د هر ډول فشار یا ګواښ په وړاندې کلک ولاړ وي."