د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې له ایران سره هوکړه "بشپړه" شوې ده.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [جون ۱۴مه] د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د هرمز تنګي د خلاصېدو او د امریکا د سمندري محاصرې د ختمېدو بشپړه اجازه ورکوي.
ولسمشر ټرمپ لیکلي، "د ایران اسلامي جمهوریت سره معامله اوس بشپړه شوه. ټولو ته دې مبارکه وي! زه په دې توګه، د حق العبور پرته د هرمز تنګي د پرانېستل کېدو او په ورته وخت د متحده ایالتونو د سمندري محاصرې د سمدستي لېرې کیدو بشپړه اجازه ورکوم."
د ښاغلي ټرمپ په پيغام کې همدارنګه راغلي چې د کښتیو خاوندان دې خپلې کښتې روانې کړي څو د تېلو د صادراتو بهیر بېرته پیل شي.
ډونالډ ټرمپ په یو جلا تعقیبي پيغام کې له ایران سره هوکړه "عالي معامله" بللې او لیکلي چې دا به ټولې سیمې ته سوله او امنیت راولي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې د متحدو ایالتونو ګڼو ولسمشرانو له ایران سره د سولې هڅه کړې خو "زما پر وړاندې ټول ناکام دي." ټرمپ زیاته کړې، "د سیمې مشرانو د لومړي ځل لپاره داسې ولسمشر موندلی چې له هغوی سره د رښتینې سولې په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي."
په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې "له سختو خبرواترو وروسته، د امریکا متحده ایالتونه او د ایران اسلامي جمهوریت د سولې هوکړې ته ورسېدل."
شریف زیاته کړې چې "دواړو خواوو د لبنان په شمول، په ټولو جبهو کې د پوځي عملیاتو د سمدستي او دایمي ختمولو اعلان کړی دی."
د پاکستان لومړي وزیر چې هېواد په مذاکراتو کې د منځګړي رول لوبولی، ویلي چې د هوکړې سند به د را روانې جمعې په ورځ [جون ۱۹مه] په سویس کې لاسیلک شي.
د شریف د لیکنې له مخې: "اوس چې هوکړه شوې منځګړي به په دې اونۍ کې د یو لړ غونډو اسانتیاوې برابرې کړي. له پلي کېدا مخکې، بحثونه به د تخنیکي خبرو او د لاسلیک رسمي مراسمو لپاره بنسټ جوړ کړي."
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي د ایران د دولتي ټلوېزیون سره په خبرو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ هوکړه او د هوکړې د لاسلیکولو نېټه او ځای تائید کړی دی.
فرانسې، برېټانیې، ترکیې او قطر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی کړی دی.