د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران رژیم د منځني ختیځ "ځورونکی" بولي او وايي چې دغه هېواد په مذاکراتو باندې ډېر وخت تېر کړ اما د عمل په ډګر کې پاتې راغی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [جون ۱۰مه] د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې "ایران یوازې خبرې کوي، عمل نه کوي."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې ایران د هوکړې لپاره وخت ضایع کړی ځکه نو اوس يي باید "بیه" پرې کړي.
د متحدو ایالتونو پوځ د سه شنبې په ورځ [جون نهمه] ویلي چې د ولسمشر او د پوځ د اعلي سرقوماندان ډونالډ ټرمپ په لارښونه یې په ایران باندې "دفاعي" بریدونه وکړل.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي چې دا بریدونه یې د هرمز په تنګي کې د ایران لخوا د یوې امریکایۍ پوځي چورلکې د نسکورولو په غبرګون کې کړي دي.
سنټکام په یوې جلا اعلامیې کې د امریکا په وخت د سه شنبې په ماښام د خپلو بریدونو د پای ته رسېدو اعلان کړی او ویلي چې دوي توانیدلي هرمز تنګي ته څېرمه د ایران د دافع هوا سیسټم، د ځمکني سوق مرکز او څارونکي رادارونه له منځه یوسي.
د اعلاميې په یوې برخې کې راغلي، "دا عملیات پر امریکایي ځواکونو او په نړیوالو سوداګریزو کښتیو چې له سیمه ییزو اوبو څخه تېرېدلې، یو متناسب ځواب و."
په ورته وخت کې، سپاه پاسداران په کویټ، بحرین او اردن کې پر امریکایي اهدافو د بریدونو خبر ورکړی دی.
تردې مخکې، د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي وو چې د ایران رژیم د هرمز په تنګي کې د امریکا د پوځ اپاچي چورلکه ویشتې ده او واشنګټن باید د "اړتیا له مخې دې برید ته ځواب ووايي."
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چورلکې د غورځېدو او د ځوابي برید په اړه د متحدو ایالتونو د ولسمشر تر خبردارۍ وروسته، پرته لدې چې د چورلکې نسکورېدو ته اشاره وکړي په خپلې اېکس پاڼې کې ولیکل چې په سیمه کې "بهرني ځواکونه د خپلو انساني تېروتنو، عادي پېښو، یا د متقابلو ډزو له امله د دوامداره خطر سره مخ دي."
عراقچي زیاته کړې چې ایراني ځواکونه به هېڅ برید یا ګواښ بې ځوابه پرېنږدي.