که له یوې خوا ایران ته د هرمز تنګي بیرته پرانیستلو لپاره د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ مهلت ته یوازې یوه ورځ پاتې ده او بل خوا په ایران باندې د امریکا – اسرائیل ګډ پوځي عملیات روان دي خو بل پلو بیا د نړۍ په بازارونو کې د تیلو بیې ټیټې شوي او نړیوال مالي مارکیټونه لوړ شویدي.
د احتمالي اوربند د راپورونو تر خپریدو وروسته، د دوشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د ونډو بازار یو څه لوړ و – پداسې حال کې چې د هرمز تنګي بیرته پرانیستلو لپاره د جمهور رئیس ټرمپ مهلت نږدې کیږي.
د نړۍ ۲۰ سلنه مایع پترولیم له همدې تنګي څخه تیریږي. ۸۴ په سلو کې اوومه تیل او ۸۳ په سلو کې طبیعي مایع ګاز د هرمز له تنګي څخه آسیایي مارکیټونو ته ځي.
پداسې حال کې ده چې پانګه وال او سوداګر د ایران په جګړه کې تحولات له نږدې څاري، د جاپان او جنوبي کوریا د ونډو په بازارونو کې راکړه ورکړه یو شان نه وه او د تیلو بیې هم یو څه کمې شوې وې.
د نړۍ په بازارونو کې د یو بیرل برینټ خامو تیلو بیه د سلو امریکایي ډالرو څخه کمه وه خو د امریکا د ویسټ ټکساز په مارکیټ کې بیا د تیلو په بیې کې دوه په سلو کې کموالی راغلی و او د یو بیلر تیلو نرخ ۱۹۰ ډالره وو.
د آسیا د ونډو ډیری بازارونه د دوشنبې په ورځ بند وي او اروپا، هانګ کانګ، اسټرالیا او نیوزلینډ کې بیا د ایسټر ورځې لمانځلو له کبله بازارونه بند و. په چین او تایوان کې هم د یو سیمه ایز جشن له کبله بازاونه بند و.
د امریکا د ونډو بازار داسې وخت کې وده کړې چې په غیر متوقع توګه په متحدو ایالتونو کې د کار روزګار ښه والي راپور هم د جمعې په ورځ خپور شوی.
ها خوا بیا د تیلو د اتو صادرونکو هیوادونو سازمان یا (اوپیک ) او متحدینو یې ویلي چې د تیلو تولید ونډه ډیروي او د مې میاشتې لپاره به هره ورځ دوه سوه او شپیته زره بیرله تیل تولیدوي. دا یو سمبولیک اقدام دی ځکه چې د ایران پر ضد د امریکا – اسرائیل جګړې له کبله د اکثریت هیوادونو د تیلو صادرات اغیزمن کړیدي.