د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت مشرتابه وايي چې د ایران سره د متحدو ایالتونو اوربند نافذ دی.
د جګړې وزیر پیټ هېګسټ او د وسله والو ځواکونو عمومي لوي درستیز جنرال ډن کېن د سه شنبې په ورځ [اپرېل پنځمه] د جګړې وزارت په مقر کې یوه خبري غونډه رابللې وه او خبریالانو ته یې د هرمز په تنګي کې د "ازادۍ پروژې" د پلي کولو پر څرنګوالي معلومات ورکړل.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز د تنګي نه د اېسارو شویو کښتیو د اېستلو لپاره د "ازادۍ پروژې" په نوم د یو نوي بهیر د پیل کېدو خبر ورکړی و.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مې درېیمه] د ټروت سوشيل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و چې د "ټولې نړۍ هېوادونو چې د منځني ختیځ په شخړه کې ښکېل نه دي" له واشنګټن څخه د هرمز د تنګي نه د خپلو ایسارو شویو کښتیو د اېستلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه.
د جګړې وزیر پخپلې ننني خبري غونډې کې ویلي چې د "ازادۍ پروژه" یو جلا ماموریت دی او واشنګټن د جګړې په لټه کې نه دی.
پيټ هېګسټ وویل چې امریکایي ځواکونه به د ایران اوبو یا هوایي حریم ته نه داخلېږي. هېګسټ زیاته کړې چې "دا اړینه نه ده، موږ د جګړې په لټه کې نه یو."
د امریکا د متحدو ایالتونو د وسله والو ځواکونو عمومي لوي درستیز جنرال ډن کېن د هرمز تنګي د محاصرې په دوام ټینګار کړی دی.
دغه لوړپوړي امریکايي پوځي ویلي چې متحده ایالتونو په هرمز تنګي کې "د پام وړ حضور لري څو د سوداګرۍ ازاده لړۍ جاري وي."
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام)، د سه شنبې په ورځ یو لړ انځورونه خپاره کړي او لیکلي چې دوي د "ازادۍ پروژې" له لارې د هرمز په تنګي کې د نړیوالې سوداګرۍ د دوام لپاره هڅه کوي په داسې حال کې چې د ایران سپاه پاسداران سوداګریزې کښتۍ ګواښي.
د سنټکام مشر براډ کوپر په یوې اعلامیې کې لیکلي چې د متحده ایالتونو پوځ پراخ لاسبری لري. کوپر زیاته کړې: "موږ د هرمز تنګي دننه او شاوخوا خورا ډېرې وړتیاوې او جنګي ځواک ځاي په ځاي کړی دی."
له بلې خوا، د ایران ستر مرکچي او د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې د کښتیو امنیت او د انرژۍ ټرانزیټ د متحده ایالتونو او متحدینو لخوا د اوربند د ماتولو او د هرمز تنګي د محاصرې له کبله د خطر سره مخ شوی دی.