روبیو: د قطر سره مو ملګرتیا د 'ګواښونو د مخنیوي او ثبات' لپاره مهمه ده

د قطر د اعلامیې له مخې، امریکايي او قطري چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ "د دفاع او انرژۍ" په برخو کې د همکاریو پیاوړتیا ارزولې ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې ده د شنبې په ورځ [مې نهمه] د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمن آل ثانی سره کتلي دي.

روبیو پخپلې رسمي اېکس پاڼې کې په لنډو ټکو لیکلي چې د عبدالرحمن آل ثاني سره د قطر د دفاع نه د متحدو ایالتونو پر ملاتړ خبرې کړې دي.

روبیو زیاته کړې: "زموږ [امریکا او قطر] ملګرتیا په منځني ختیځ کې د ګواښونو د مخنیوي او د ثبات د ودې لپاره مهمه ده."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه تفصیلي اعلامیه خپره کړې او لیکلي چې عبدالرحمن ال ثاني د یکشنبې په ورځ د روبیو او د منځني ختیځ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف ویټکاف سره د امریکا په میامي کې کتلي دي.

د اعلامیې له مخې، د دواړو لوریو د غونډې په ترڅ کې د قطر او د امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ په "نږدې ستراتیژیکې ملګرتیا او همکارۍ" خبرې شوې او په ځانګړې توګه "د دفاع او انرژۍ" په برخو کې د همکاریو پیاوړتیا ارزول شوې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د قطر د بهرنیو چارو وزیر د لوړپوړو امریکايي ډېپلوماتانو سره په لیدنه کې د ټولو لوریو لخوا د "منځګړیتوب هڅو ته د ځواب ویلو پر اړتیا ټینګار" کړی دی.

په یوې جلا اعلامیې کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې د هغه هېواد لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ [مې ۱۰مه] د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټیلیفوني مکالمې کې ویلي چې قطر د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د پاکستان د منځکړتوب نه کلک ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې "ټول اړخونه باید دې هڅو ته ځواب ووایي څو په خبرو اترو کې د پرمختګ لپاره مناسب شرایط رامنځته شي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې په ډاګه کړې که ایران سره په ټولو برخو کې یوه هوکړه ونشي نو واشنګټن به یوه "جلا لاره" غوره کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي وو چې د ایران نه د یوه لیک د ترلاسه کولو لپاره انتظار باسي.

د رویترز خبري آژانس د یوې ایرانۍ رسنۍ، ایرنا په حواله خبر ورکړی چې ایران متحدو ایالتونو ته خپله ځوابي لیک استولی دی. د ایرنا د راپور له مخې، د ایران لیک د پاکستان په وسیله متحدو ایالتونو ته استول شوی دی.