ټرمپ: احتمالا ایران د عربستان د نفتو د نل لیکې په برید کې لاس لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۲) د ایرلند په دوبلین کې وویل چې ډېر احتمال لري ایران د سعودي عربستان پر وړاندې د هوايي برید کې لاس ولري.

د ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې ریاض اعلان وکړ د پنجشنبې په ورځ (سپټمبر ۱۰) د مدینې په سهیل کې د عربستان د "ختیځ-لویدیځ" تیلو نل لیکه د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو سره مخ شوېده.

ټرمپ د ایران د مسؤلیت په اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "فکر کوم همداسې ده، احتمالا همداسې ده."

ټرمپ زیاته کړه چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې خبرې کړې دي او هغه یې "ښه ملګری" وباله.

د عراق حکومت د شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۲) اعلان وکړ چې د سعودي عربستان د تیلو پر مهمې نل‌ لیکې د بې‌پیلوټه الوتکو بريدونه د عراق له خاورې ترسره شوي دي.

بغداد د دې برید په اړه څېړنې پیل کړې دي او د میسان ولایت د نظامي عملیاتو قوماندان، چې د ایران سره د عراق پر سرحد نږدې سیمه ده دی او د هغه ولایت د پولیسو قوماندان له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

په عراق کې د ایران له ملاتړ څخه یووه پوځي ائتلاف د برید مسؤلیت رد کړی، خو ویلي یې دي چې د عراق له حکومت سره به په څېړنو کې همکاري وکړي.

سعودي عربستان د جمعې په ورځ (سپتمبر ۱۱)، د څو بې پیلوټه الوتکو له برید وروسته د "ختیځ-لویدیځ" د تیلو د نل لیکې فعالیت ودراوه.

د ختیځ-لویدیځ تیلو د نل لیکې ارزښت

ریاض وویل چې بې پیلوټه الوتکې له عراق څخه د عربستان هوایي حریم ته داخلې شوې وې، خو ریاض د عراق حکومت ته د موضوع د څېړلو لپاره د وخت ورکولو په موخه له غچ اخیستونکي اقدام څخه ډډه کوي.

دا نل لیکه تېل د عربستان د ختیځو نفتي سیمو څخه د "ینبع" بندر ته لېږدوي. دغه نل لیکه چې د ۱۹۸۰ لسیزې په اوږدو کې جوړه شوې، د سره سمندرګي پر غاړه د "ینبع" بندر ته تېل لېږدوي.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، سعودي عربستان د جون میاشتې تر لومړیو پورې د سره سمندرګي پر غاړه له دې بندر څخه د تېلو صادرات دوه برابره کي دي او دا شمیر یې په ورځ کې تر پنځه میلیونو بیرلو دیر کړی دی.

دغې نل لیکې سږ کال په هرمز تنګي کې له ګډوډیو وروسته د سعودي عربستان د تېلو د صادراتو په وړتیا کې مهم رول لوبولی دی.

د سیمې د هېوادونو غبرګون

کویټ، متحده عربي امارات، عمان، مصر او د خليج د همکارۍ شورا دا بريد غندلی دی. سعودي عربستان هم پر خپل حق ټينګار کړی چې د خپل حاکميت، خلکو او بنسټيزو تاسيساتو ساتنه به کوي.

په ورته وخت کې، عراق په یوه اقدام کې چې احتمالاً د برید اړوند تحقیقاتو سره تړاو لري، له ایران سره دوه مهمې ګمرکي دروازې (شلمچه او چذابه) په موقتي توګه تړلې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د "انډیا ټوډې" شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې ایران "له سعودي عربستان سره په جګړه کې نه دی." هغه زیاته کړه چې حوثیان خپلې ستونزې لري.

په ورته وخت کې، تهران اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ (سپتمبر ۱۴) به د تهران او د خلیج فارس د نورو هیوادونو ترمنځ یوه سیمه ییزه غونډه ترسره شي.

د دې غونډې موضوع به د هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ مدیریت په اړه د تهران او عمان ترمنځ خبرې اترې وي.

خو بحرین ویلي دي تر هغه وخته چې بیا یې له ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې نه وي پیل کړې، په هېڅ داسې ډله ییزه غونډه کې به چې ایران پکې وي ګډون ونکړي.