امریکا: د هرمز په تنګي 'بشپړ کنټرول' لرو او د لسګونو کښتیو لاره مو بدله کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې دوي د هرمز په تنګي کې د ۵۹ کښتیو د تګ راتګ لار بدله کړې ده.

سنټکام د چهارشنبې په ورځ [اګست ۱۲مه] د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "د اګست تر ۱۲مې پورې د امریکا ځواکونو ۵۹ سوداګریزې کښتۍ بل لوري ته ګرځولي، درې ېې له کاره غورځولې او دوو کښتیو ته پورته شوي چې د محاصرې د اصولو عملي کېدل یقیني کړي."

تر دې یوه ورځ مخکې د سنټکام ځواکونو یوه کښتۍ چې د پاناما بیرغ پرې لګېدلي و او د عمان له خلیج نه د ایران بندر ته د تېرېدلو هڅه کوله، له کاره غورځولې وه.

ولسمشر ټرمپ او امریکايي پوځیان د ایراني بندرونو روانه سمندري محاصره، "اوسپنیز دیوال" ته ورته بولي.

امریکايي پوځیانو په داسې حال کې د ځېنو سوداګریزو کښتیو د مسیر د بدلولو خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هرمز تنګي باندې د امریکا د "بشپړ کنټرول" ډاډ ورکړی دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې دوي به پر هرمز تنګي خپل حاکمیت وساتي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې: "امريکا د هرمز پر تنګي بشپړ کنټرول لري. فکر کوم چې موږ به دا وساتو! زموږ سمندري محاصره د هر چا له خوا "اوسپنیز دېوال" بلل کېږي، او ايران په دې اړه هېڅ نشي کولی."

د متحدو ایالتونو ولسمشر یو ځل بیا یادونه کړې چې ایران سمندري او هوايي ځواکونه نه لري او د ایران رژیم نشي کولای چې د خپلو سرتېرو تنخواوې ورکړي.

ټرمپ ټینګار کړی چې ایران خبرې کوې اما عمل نه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ [اګست ۱۳مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې واشنګټن د هرمز د تنګي په تړاو په خپلې تګلارې کې یوه "لویه غلطه محاسبه" کړې ده.

په همدې حال کې د ایران د بسیج ځواکونو نوي ټاکل شوي قوماندان حسین طیب ویلي چې د هرمز تنګی د ایران د "کنټرول او مدیریت لاندې" دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو پوځ په سیمې کې څه ناڅه ۵۰ زره پوځیان دېره کړي او ډاډ يې ورکړی چې دېره ځواکونه د منځني ختیځ او هرمز تنګي تحولات له نږدې څاري او د تیارسۍ په حالت کې دي.