سنټکام: د امریکا پر جنګي الوتکې د برید په اړه د ایران ادعا 'ناسمه' ده

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ (نومبر ۲۱) د ایران د حکومت هغه ادعا رد کړه چې ګواکې یوه امریکایي F-16 جنګي الوتکه د فارس خلیج پر سر په نښه شوې او زیان ورته اوښتی دی.

سنټکام په ایکس حساب په یوه پوسټ کې د ایران د سپاه پاسداران هغه ادعا چې ګواکې هغوی د جمعې په ورځ یو امریکایي F-16 جنګي الوتکه په نښه کړې او اړه یې کړې چې بېړنی ناسته وکړي، "ناسمه" وبلله.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي: "پرون د امریکا پر اف ۱۶ جنګي الوتکو د ایران د حکومت له خوا هیڅ برید ندی شوی."

سنټکام زیاته کړې: "په منځني ختیځ کې ټولې امریکايي جنګي الوتکې خوندي دي او د ټولو حالت او موقعیت معلوم دی."

دا اعلامیه د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو په ځواب کې خپره شوې ده.

د شنبې په ورځ او له دې پیغام څخه یو ساعت مخکې، رویټرز خبري اژانس د ایران د دولتي رسنیو په حواله راپور ورکړی و چې د ایران پوځ اعلان کړی د هغوی د هوايي دفاعي سیسټم د جمعې په ماښام د فارس خلیج پر سر د یوې امریکايي F-16 جنګي الوتکې په لور بالیستیک توغندی توغولی دی.

د ایران د پوځ د ادعا له مخې، توغندي امریکایي جنګي الوتکه زیانمنه کړې چې له امله یې خپل ماموریت نیمګړی پریښود او په نږدې هوایي ډګر کې کیناستلو ته اړه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري محاصره خپلې ۱۳۰مې پرله پسې ورځې ته داخله شوې او امریکایي ځواکونو د سپاه پاسداران د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د خامو تېلو له صادرولو مخه نیسي.

سنټکام د ایکس په پانه لیکلي: "د امریکا پوځي ځواکونه په کلک هوډ او فوق العاده مسلکي شکل دې محاصرې ته دوام ورکوي او د ایران د سپاه پاسداران له خوا د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د خامو تیلو د صادراتو مخه نیسي."

د ایران پر وړاندې د متحده ایالتونو سمندري محاصره د هغو پوځي او اقتصادي اقداماتو یوه برخه ده چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت له خوا د ایران د حکومت د نفتي عوایدو محدودولو او د سپاه پاسداران د فعالیتونو د تمویل مخنیوي لپاره ترسره کیږي.