ونس: ایران د نړیوالې اټومي انرژۍ پلتونکي د څار لپاره بېرته رابولي

ونس وویل: پرون [یکشنبې] یوه ډېره، ډېره ښه ورځ وه. موږ ډېر ښه پرمختګ وکړ. موږ هماغه وکړل چې غوښتل مو."

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جې ډي ونس وايي له ایران سره په مذاکراتو کې د یوې بریالۍ وروستۍ هوکړې لپاره ښه بنسټ رامنځته شوی دی.

ونس د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو له لومړي پړاو وروسته، د دوشنبې په ورځ [جون ۲۲مه] خبریالانو سره د خپلو غونډو یو څه جزئیات شریک کړل وویل له ایران سره په خبرو کې پرمختګ شوی او تهران موافقه کړې چې اټومي پلټونکو ته اجازه ورکړي، خپلې کنګل شوې شتمنۍ اداره او د اوربند د مدیریت لپاره میکانیزمونه رامنځته کړي.

ونس وویل: پرون [یکشنبې] یوه ډېره، ډېره ښه ورځ وه. موږ ډېر ښه پرمختګ وکړ. موږ هماغه وکړل چې غوښتل مو."

د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال زیاته کړه چې دغه پرمختګ د امریکا د خلکو لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او په "ایران کې د دایمي اټومي بې وسلې کولو او د تل لپاره د اټومي وسلو د پروګرام د ختمولو لپاره لومړی ګام دی."

ونس وايي چې د هرمز تنګی اوسمهال خلاص دی او په راتلونکي کې ددغه تنګي پر خلاص ساتلو هم کار روان دی.

پرون په داسې حال کې چې مذاکرات روان و، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې که ایران په لبنان کې د خپلو نیابتي ډلو مخه ونه نیسي نو واشنګټن به پر تهران بیا سخت بریدونه پیل کړي.

ترمپ د یکشنبې په ورځ [جون ۲۱مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: "ایران باید سمدستي په لبنان کې خپلې عاید لرونکې نیابتي ډلې له ستونزو جوړولو څخه منع کړي. که داسې ونه کړي، نو موږ به پر ایران بیا ګوزار وکړو، لکه تېره اونۍ، خو له هغه هم سخت!!!"

د ونس په وینا د ټرمپ لدغه ګواښ وروسته، ایراني مرکچیانوو د خبرو اترو د پرېښودو ګواښ وکړ. پوښتنه وشوه چې ایا د ټرمپ ګواښونو په خبرو اترو کې خنډ رامنځته کړ؟ ونس په ځواب کې وویل: نه، هغوی بهیر نه پېچلی کوي. د ایرانیانو په اړه فکر وکړئ، هو، هغوی د وتلو ګواښ وکړ یا لږ تر لږه په ټولنیزو رسنیو کې د وتلو ګواښونه وو خو موږ پرون د شپې له یوې بجې ډېر وروسته هم خبرې کولې نو هغوی ونه وتل."

د واشنګټن او تهران نوې هوکړه، له متحده ایالتونو، ایران او د هغوی له متحدینو غواړي چې د لبنان په شمول، په ټولو جبهو کې پوځي عملیات سمدستي او د تل لپاره پای ته ورسوي.

د مذاکراتو منځګړي هېوادونه، پاکستان او قطر په یوې ګډې اعلامیې کې لیکلي چې د لومړي پړاو بحثونه په یوې مثبتې او رغنده فضا کې ترسره شوي دي. د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف جلا لیکلي چې واشنګټن او تهران په ۶۰ ورځو کې یوې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره موافقه کړې ده.