د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي "ډېره شونې" ده چې له ایران سره یوه هوکړه وشي.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [مې شپږمه] په سپینې ماڼۍ کې د یو شمېر ورزشي لوبغاړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې "هغوي [ایران] یوه معامله غواړي."
د متحدو ایالتونو ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران "اټومي وسلې نشي لرلی."
د ښاغلي ټرمپ دې څرګندونو نه یوه ورځ مخکې، امریکايي رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی و چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د 'یوې پاڼې یادښت' په اړه د امریکا او ایران د استازو دریځونه توحيد کېدو ته نږدې شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایراني چارواکي لا هم د امریکا پر وړاندیز غور کوي. د ايسنا خبري اژانس د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، اسماعیل بقایي په حواله راپور ورکړی چې تهران به د واشنګټن د وړاندیز له ارزونې وروسته خپله ځوابیه د پاکستان له لارې متحدو ایالتونو ته واستوي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې د یوې "فرضیې" په وړاندې کولو سره ویلي که ایران په "هغه څه موافقه وکړي چې پرې هوکړه شوې"، نو د حماسي غضب "افسانوي" عملیات به پای ته ورسېږي او "اغېزناکه محاصره" به د هرمز تنګي د ټولو پر مخ پرانیزي.
ټرمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی و چې که ایران موافقې ته غاړه کښینږدي، "په خورا لوړه کچه به بمبارۍ" پیل کېږي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د چهارشنبې په ورځ وویل چې امریکایي ځواکونو تر اوسه ۵۲ سوداګریزو کښتیو ته امر کړی چې د هرمز تنګي د محاصرې له کبله دې خپله لاره بدله کړي یا بندر ته بېرته ستنې شي.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو پر هغې مسودې خبرې پیل کړې چې امریکا له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویټ او قطر سره په ګډه لیکلې ده. رویترز خبري اژانس لیکلي که دا مسوده تصویب شي، نو کیدای شي چې پر ایران د نورو بندیزونو زمینه برابره شي او که تهران د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې بریدونه او ګواښونه ونه دروي نو په بالقوه توګه د ځواک کارولو اجازه هم ورکول کیدای شي.
د متحدو ایالتونو او د سیمه ییزو متحدینو نوې مسوده په ښکاره د ځواک د کارولو ژبه نه کاروي خو بیا هم د ملګرو ملتونو د منشور اووم فصل امنیت شورا ته اجازه ورکوي چې له بندیزونو نیولې تر پوځي اقداماتو پورې یو لړ ګامونه پورته کړي.