سپینه ماڼۍ وايي چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر د مرستیال جي ډي ونس په مشرۍ یو پلاوی د ایراني چارواکو سره د مذاکراتو لپاره د پاکستان پلازمېنې، اسلام اباد ته ځي.
سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته د یو پیغام په استولو سره لیکلي چې پدې سفر کې د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر ستر سلاکار جېرډ کوشنر د جي ډي ونس ملتیا کوي.
تردې مخکې رسنیو د متحدو ایالتونو د مذاکراتي ډلې د ترکیب په اړه بېلابېل راپورونه خپاره کړي وو.
څو ساعته مخکې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټروت سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي وو چې: "زما استازي د پاکستان اسلام اباد ته ځي. هغوي به د مذاکراتو لپاره هلته سبا ماښام حاضر وي."
پاکستاني رسنیو په اسلام اباد کې د امنیتي تدابیرو د زیاتېدو خبر ورکړی او سرینا هوټل ته وتلې لارې بندې شوې دي.
د ایراني پلاوي د جوړښت او سفر په اړه تراوسه چارواکو رسماً څه ندي ویلي.
جي ډي ونس، سټیف ويټکاف او جېرد کوشنر د مذاکراتو د لومړي پړاو لپاره هم اسلام اباد ته سفر کړی و.
د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس له اسلام آباد نه تر روانېدو مخکې د اپریل ۱۲مه، خبریالانو ته ویلي وو چې د ایران رژیم د اوربند د پیاوړي کولو لپاره د امریکا 'وروستی او غوره' وړاندیز ونه مانه.
ولسمشر ټرمپ تازه ایران ته خبرداری ورکړی چې که یوې هوکړې ته غاړه کېنږدي نو متحده ایالتونه به د هغه هېواد په لویو تاسیساتو برید وکړي.
ټرمپ لیکلي: "موږ د یوې منصفانه او منطقي هوکړې وړاندیز کوو او هیله مند یو چې [ایران] یې ومني. که ونه مني، متحده ایالتونه به په ایران کې هر برېښناکوټ او هر پُل له منځه یوسي."