د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د تهران سره د واشنګټن مذاکرات "په منظمه او رغنده توګه پرمخ ځي."
ټرمپ د یکشنبې په ورځ [مې ۲۴مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې مفصل پیغام خپور کړی او لیکلي چې دواړه خواوې باید "وخت واخلي او کار سم ترسره کړي."
د ولسمشر د لیکنې په یوې برخې کې راغلي: "ما خپلو استازو ته ویلي چې په معامله کې دې بېړه ونه کړي، ځکه چې وخت زموږ په ګټه دی."
ټرمپ څرګنده کړې چې د هرمز تنګي "محاصره به تر هغه وخته پورې په پوره قوت او اغېز دوام ومومي څو چې یوه هوکړه رامنځته، تصدیق او لاسلیک شي."
ټرمپ د بارک اوباما د ولسمشرۍ دورې پر مهال د ایران سره په اټومي تړون نیوکه کړې او ویلي چې د ۲۰۱۵ کال تړون ایران ته د اټومي وسلې د ترلاسه کولو لپاره "یوه مستقیمه لاره" برابره کړې وه. ده زیاته کړې کومه معامله چې اوس امریکا او ایران پرې خبرې کوي، د پخواني لاسلیک شوي اټومي تړون "بالکل برعکس" به وي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر یوه ورځ مخکې ویلي و چې د ایران سره د تړون له مخې به د هرمز تنګي پرانېستل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په هند کې خبریالانو ته ویلي دا امکان شته چې "په راتلونکو څو ساعتونو کې، نړۍ به یوه ښه خبر واوري، لږ تر لږه د هرمز تنګي په اړه".
روبیو له ایران سره په مذاکراتو کې د شویو پرمختګونو په اړه د زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه کړې خو ویلي چې د تړون نوره منځپانګه به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا اعلان شي.
د ولسمشر ټرمپ په تازه لیکنې کې راغلي چې د ایران سره د متحدو ایالتونو اړیکې "مسلکي او ګټورې کیږي." ده یو ځل بیا تهران مخاطب کړی او لیکلي چې "دوی [ایران] باید پوه شي چې نشي کولی اټومي وسله یا بم جوړ یا ترلاسه کړي."