د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د "هوا د ممکنه خرابوالي" له کبله نن د چهارشنبې په ورځ [مې ۲۷مه] د کمپ ډېوېډ په ځای په سپینې ماڼۍ کې د کابینې غونډه جوړوي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ [مې ۲۶مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې د یو لنډ پیغام په خپرولو سره لیکلي چې "موږ به د خپلې کابینې غونډه په سپینې ماڼۍ کې وکړو او موږ به کمپ ډېوېډ ته د کابینې سفر وځنډاوه."
کمپ ډېوېډ واشنګټن ډي سي ته څېرمه، په مریلنډ ایالت کې د متحدو ایالتونو د ولسمشرانو تفریح ځای دی. دغه ځای په اصل کې د فدرال مامورینو لپاره جوړ شوی و خو وروسته د ولسمشرانو د تفريح او د واشنګټن او نړیوالې ډېپلوماسۍ لپاره په یوه مهم ځای بدل شو.
د فاکس نیوز شبکې د سه شنبې په ورځ خبر ورکړی و چې د متحدو ایالتونو ولسمشر به په یو کم ساري اقدام کې د سپینې ماڼۍ په ځای په کمپ ډېوېډ کې د خپلې کابینې غونډه رابولي. فاکس نیوز ددغه خبر په تائیدولو سره لیکلي وو چې په غونډه کې به د ملي استخباراتو د مستعفي مشرې تولسي ګبارد په شمول د کابینې ټول غړي ګډون وکړي.
د کابینې تر غونډې مخکې، د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي ونس د ان بي سي نیوز سره په یوې مرکې کې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوې ویلي چې "ډېر هیله مند" دی چې ایران یوه داسې هوکړه وکړي چې په هغه کې د اټومي وسلو د نه جوړولو ژمنه شوې وي.
ونس زیاته کړې چې د هرې هوکړې تر ټولو ستونزمنه برخه به د هغې د شرایطو څارنه او پلي کول وي.
متحدو ایالتونو او ایران د اپرېل میاشتې له پیل راهیسې تر ډېره حده اوربند مراعات کړی او پاکستان د جګړې د بشپړ پای ته رسولو لپاره د یوې احتمالي هوکړې په منځګړیتوب کې مرسته کوي. د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیل ګډ پوځي عملیات د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوي وو.
امریکايي ځواکونو د دوشنبې په ورځ د ایران په سویل کې یو لړ دفاعي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې د توغندیو د توغولو دستګاوې او هغه کښتۍ په نښه شوې چې د ماینونو په خښولو بوختې وې.
ایران، امریکا د اوربند په ماتولو تورنه کړې ده.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سهشنبې په ورځ یو ځل بیا وویل چې له ایران سره د هوکړې یوه مهمه برخه به د هرمز تنګي پرانېستل وي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورخ په اېکس پاڼې کې د یو اختریز پیغام په خپرولو سره لیکلي چې "سوله خوښونکي مسلمان رهبران د سولې د راوستلو لپاره اوږه په اوږه ولاړ" دي. عراقچي زیاته کړې چې دا هر څه په یو "ډېر حساس وخت کې پېښېږي او تاریخ به یې په یاد ساتي."