ټرمپ: ایران د غونډې غوښتنه کړې؛ دوحه کې ګورو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایران د یوې غونډې غوښتنه کړې او دا به د سه شنبې په ورځ [جون ۳۰مه] د قطر په پلازمېنې دوحه کې جوړه شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ [جون ۲۹مه] د زیاتو تفصیلاتو له ورکولو پرته، د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي، "ایران د یوې غونډې غوښتنه کړې ده. سبا به په دوحې کې وشي!"

تردې مخکې، یوه امریکايي چارواکي رسنیو ته ویلي وو چې متحده ایالتونه او ایران هوکړه کړې وه چې پر یو بل بریدونه ودروي او د هرمز تنګي اړوند د خپلو اختلافاتو په اړه خبرې وکړي.

واشنګټن او تهران د جون پر ۱۷مه پر یوې ۱۴ماده ییزې طرحې هوکړه وکړه چې هدف یې د څلور میاشتني تاوتریخوالي پای ته رسول وو. د دې هوکړې له مخې، دواړو خواوو د جګړې په درولو او د هرمز تنګي په بیا پرانېستلو هوکړه وکړه.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کاظم غریب‌آبادي په حواله لیکلي چې د تخنیکي مرکچیانو غونډه نه ده پلان شوې او په قطر کې د مذاکراتو مسله هم تراوسه منل شوې نه ده.

د خبر له مخې، غریب‌آبادي په مسقط کې له لوړپوړي عماني ډېپلومات عبدالعزیز الحنایي سره کتلي او د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت په اړه یي ورسره سلا مشورې کړې دي.

د مذاکراتو د بیا پیل کېدو خبره په داسې یو وخت کې کېږي چې ایران د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د هرمز په تنګي کې په یوې باروړونکې کښتۍ برید وکړ او په مقابل کې يي د متحده ایالتونو پوځ تنګي ته څېرمه د ایران پر پوځي اهدافو بمبارۍ وکړې.

ایران د یکشنبې په سهار په کوېټ او بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو په توغندیو او ډرونونو بریدونه وکړل.

دا اقدام لږ وروسته له هغې وشو چې ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړ او ویې لیکل چې واشنګتن به "اړ شي هغه کار په پوځي توګه بشپړ کړي چې په ډېر بریالیتوب سره پیل" کړی دی.