د چارو نه سمبالول؛ ټرمپ له ایران نه غواړي چې ژر له 'هوښیارۍ' کار واخلي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ایران خپلې چارې نه شي سمبالولې او نه پوهېږي چې په څه ډول د اټومي وسلو د نه لرلو معامله لاسلیک کړي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [اپرېل ۲۹مه] د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي "ایران خپل کار منظمولی نه شي. دوی نه پوهېږي چې یو غیر اټومي تړون څنګه لاسلیک کړي". ترمپ زیاته کړې "غوره ده چې [ایران] ژر هوښیار شي".

تردې مخکې، ولسمشر ویلي وو چې ایران امریکا ته خبر ورکړی چې د "ړنګېدو په حالت" کې دی. ټرمپ د سه شنبې په ورځ [اپرېل ۲۸مه] په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي وو چې ایران له متحدو ایالتونو څخه غواړي څومره ژر چې شونی وي، د هرمز تنګی پرانېزي.

امریکا په وروستیو ورځو کې د ایران د رهبرۍ په تړاو یو لړ پوښتنې مطرح کړې دي. د ولسمشر ټرمپ په وینا ایران هڅه کوي د خپلې رهبرۍ وضعیت معلوم کړي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د اونۍ په پیل کې فاکس نیوز سره په خبرو کې د ایران د نوي رهبر سید مجتبي خامنه يي ځای ځایګی او واکونه تر پوښتنې لاندې راوستي او ویلي ایا هغه په رښتیا په خپله پرېکړې کوي او که د هغه پر ځای بل څوک شته چې چارې پرمخ بیايي.

د هرمز د تنګي وضعیت

د امریکا پوځ یوه بله سوداګریزه کښتۍ چې شک کېده د ایران بندرونو ته روانه ده، له تګ څخه منع کړې.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د سې شنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې کښتۍ یې پلټلې او ډاډه شوي چې کښتۍ د ایران د کوم بندر په لوري روانه نه وه، نو کښتۍ یې خوشې کړه.

سنټکام ویلي چې د هرمز تنګي محاصره به دوام مومي. د سنټکام په حواله، امریکايي ځواکونو د ۳۹ کښتو لاره بدله کړې چې د ایراني بندرونو محاصره وساتل شي.

په سعودي عربستان کې، د خلیج د همکارۍ شورا د هرمز تنګي په تړاو د ایران کړنې غندلي دي. د سعودي عربستان په جده کې د یوې مشورتې غونډې نه وروسته، د شورا عمومي منشي جاسم البديوي وویل په هره پلمه چې وي د ایران لخوا په تنګي کې د حق العبور اخېستل ورته د منلو نه دي.

د مېرز پر دریځ د ټرمپ نیوکه
ولسمشر ټرمپ تازه د جرمني د لومړي وزیر پر دریځ نیوکه کړې او ویلي چې فرېدریک مېرز ته پروا نه کوي چې ایران دې اټومي وسلې ولري. ولسمشر ټرمپ د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې د جرمني د لومړي وزیر په اړه جلا لیکنه کړې او زیاته کړې چې هغه نه پوهېږي چې څه وايي.

ټرمپ لیکلي: "د جرمني لومړی وزیر فرېدریک مېرز فکر کوي چې کومه خبره نه ده که ایران اټومي وسلې ولري. دی نه پوهېږي چې په څه خبرې کوي. که ایران اټومي وسلې درلودې نو اوس به ټوله نړۍ برمته وه."
متحده ایالتونه په مجموع کې د ناټو په دریځ نیوکه لري او ولسمشر څو ځلې ویلي چې د ناټو غړي هېوادونه د ایران په جګړه کې د متحدو ایالتونو سره ونه درېدل.

د جرمني لومړی وزیر ویلي چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر سره یې اړیکې ښې دي اما د ایران د جګړې په اړه یې واردمخه شک درلود.

مېرز زیاته کړې چې د متحدو ایالتونو د ولسمشر سره یې شخصي اړیکې ښې پاتې دي. ده زیاته کړې "په جرمني او اروپا کې موږ د هرمز تنګې د تړل کېدو د پایلو له کبله د پام وړ اغېزې سره مخ یو".

ځينو رسنیو راپور ورکړی چې ایران متحدو ایالتونو ته نوې طرحه وړاندې کړې چې له مخې یي د هرمز تنګي د خلاصېدو او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه شوې اما د اټومي پروګرام په اړه بحث د مذاکراتو نورو پړاوونو ته پرېښودل شوی.

له بلې خوا، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولېن لېوېټ د دوشنبې په ورځ ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د موضوع په اړه د خپل ملي امنیت د برخې له مسؤلینو سره غونډه کړې او د ایران په طرحې باندې بحثونه شوي دي.