ټرمپ: د ایران سره یوې 'ډېرې ښې معاملې' ته نږدې یو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې متحده ایالتونه د ایران سره د جګړې د پاي ته رسولو لپاره "یوې ډېرې ښې معاملې ته نږدې" دي.

ټرمپ د فاکس نیوز سره د یوې ټلویزیوني مرکې په ترڅ کې چې د شنبې په ورځ [مې ۳۰مه] خپره شوه، ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ به هوکړه وشي خو که داسې ونشول نو د متحده ایالتونو پوځ "بېرته ستنېدلی او د پوځي لارې" مسله ختمولی شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې تر هوکړې وروسته، د هرمز تنګی "سملاسي خلاصېدی" شي او ایران "تضمین" ورکړی چې اټومي وسلې به ونلري.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران د ژمنو په اړه یو څه نور جزئیات هم ورکړي او ویلي چې تهران ژمنه کړې چې نه اټومې وسلې جوړوي او نه هم دغه ډول وسلې پېري.

سرچینو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې متحده ایالتونه او ایران د پنجشنبې په ورځ یوې هوکړې ته رسیدلي څو روان اوربند وغځوي او د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر تګ راتګ لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه دا هوکړه تصدیق کړې نه ده او ایراني رسنیو ویلي چې سند تراوسه بشپړ شوی نه دی.

رویترز د ایران د ستر مرکچي او د پارلمان د مشر محمد باقر قالیب په حواله لیکلي چې تهران به له امریکا سره د شخړې د پای ته رسولو لپاره هېڅ کومه هوکړه ونه مني، مګر دا چې د ایران د خلکو حقونه خوندي وي.

قالیب د یکشنبې په ورځ [مې ۳۱مه] د پارلمان د رئیس په توګه د نوې دورې د لوړې په مراسمو کې ویلي چې د ایران "یوازینی معیار دا دی چې د خپلو ژمنو د پلي کولو نه مخکې د پام وړ پایلو ته ورسېږي."

د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پیټ هېګسټ وایي که له ایران سره هوکړه ونشي متحده ایالتونه د جګړې د بیا پیل کولو لپاره پوره چمتوالی لري.

هېګسټ د شنبې په ورځ په سنګاپور کې د شنګري لا ډیالوګ امنیتي غونډه کې د خبرو پرمهال ویلي چې د اړتیا په صورت کې واشنګټن په پوځي لحاظ پوره چمتوالی او امکانات لري.