د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې تهران واشنګټن ته خپله طرحه لېږلې او دی يي په مطالعې بوخت دی.
ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ [مې دویمه] خبریالانو ته ویلي چې د "معاملې په مفهوم" پوه دی اوس به د ایراني طرحې "کره متن" ولولي.
ولسمشر ټرمپ د ایران په وړاندې د پوځي بریدونو د بیا پیل کولو په تړاو ویلي: "که دوی [ایران] بد چلند وکړي، که کوم بد کار وکړي، اوس وبه ګورو. یقیناً د داسې یو څه پېښ کېدل شوني دي."
د ګڼو راپورونو له مخې، ایران پخپل تازه وړاندیزونو کې چې د پاکستان له لارې یې استولي، پر هغه څه ټینګار کړی چې تهران یې خپلې "سرې کرښې" بولي.
د تازه طرحې جزئیات د رسنیو سره شریک شوي ندي خو تېره اونۍ ځېنو رسنیو راپور ورکړی و چې ایران متحده ایالتونو ته نوې طرحه وړاندې کړې چې له مخې یي د هرمز تنګي د خلاصېدو او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه شوې اما د اټومي پروګرام په اړه بحث د مذاکراتو نورو پړاوونو ته پرېښودل شوی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر خبریالانو ته د معلوماتو له ورکولو وروسته، په خپل تروټ شویل ټولنیز حساب کې لیکلي چې "دا تصور نشم کولی چې دا [د ایران طرحه] د منلو وړ وي، ځکه هغوی تر اوسه د هغه څه لپاره چې په تېرو ۴۷ کلونو کې یې له بشریت او نړۍ سره کړي، کافي دروند قیمت نه دی ورکړی."
د ایران د باقي راکټي وړتیاوو ختمول
د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران د راکټي وړتیاوو په ختمولو ټینګار کړی دی.
د ایران د توغنديو جوړولو د پاتې ۱۵٪ وړتیاوو د له منځه وړلو په اړه ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي: "غواړم چې دا له منځه یوسم. دا به د هغوی لپاره د بیا رغونې یو پیل وي او هو، زه غواړم چې دا له منځه یوسم."
له بلې خوا، د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) مشر براد کوپر د شنبې په ورځ د عرب په سمندر کې د مېشتو امریکايي پوځیانو سره کتلي او غوره پوځیان یې ستایلي دي.
سیمې ته د کوپر سفر او د امریکایي ځواکونو سره یې لیدنه په داسې حال کې کیږي چې ده د پنجشنبې په شپه په سپینې ماڼۍ کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام په تړاو خپل نوي پلانونه توضیح کړي دي.
د راپورونو له مخې، د متحدو ایالتونو ولسمشر به دغو پلانونو ته په کتو خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. ټرمپ له دې وړاندې د هرمز تنګي د محاصرې پر دوام ټینګار کړی و.