ټرمپ: که ایران هوکړه ونه کړي، 'په خورا لوړه کچه بمبارۍ 'پیل کېږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ د یوې "فرضیې" په وړاندې کولو سره ویلي که ایران په "هغه څه موافقه وکړي چې پرې هوکړه شوې"، نو د حماسي غضب "افسانوي" عملیات به پای ته ورسېږي او "اغېزناکه محاصره" به د هرمز تنګي د ټولو پر مخ پرانیزي.

ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ [مې شپږمه] د ټروټ سوشیل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي که ایران موافقې ته غاړه کښینږدي، "په خورا لوړه کچه به بمبارۍ" پیل کېږي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړی چې بمبارۍ به د پخوا په پرتله شدیده وي.

دا تازه خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې یوه ورځ مخکې، ولسمشر ترمپ په یوې جلا لیکنې کې لیکلي وو چې "د ایران له استازو سره د یو بشپړ او وروستي تړون په لور د پام وړ پرمختګ شوی دی."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې وه چې د پاکستان او نورو هېوادونو په غوښتنې او د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو د بریالیتوب له کبله یې د هرمز د تنګي څخه د ایسارو کښتیو د ایستلو بهیر (ازادۍ پروژه)، موقتاً ځنډولی خو د تنګي محاصره به پر خپل ځای وي.

ولسمشر لیکلي: "ولیدل شي چې ایا تړون بشپړ او لاسلیک کیدای شي که نه."

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د متحدو ایالتونو د ولسمشر لخوا د هرمز په تنګي کې د "ازادۍ پروژې" د پلي کېدو ځنډول، ستایلي او دا یې یو "پر وخت اعلان" ګڼلی دی.

په ورته وخت کې، د اکسیوس خبري شبکې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د 'یوې پاڼې یادښت' په اړه د امریکا او ایران د استازو دریځونه توحيد کېدو ته نږدې دي.