ولسمشر ټرمپ د اسرائیل له لومړي وزیر سره ملاقات کوي

د امرکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ ( دفبرورۍ ۱۱) د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره په واشنګټن کې ملاقات کوي.

دا لیدنه په داسې حال کې کیږي، چې متحده ایالتونه او اسرائیل، په دې غور کوي چې څنګه د ایران د اسلامپاله رژیم له ګواښونو سره مقابله وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ، امریکاغږ ته تائید کړه چې د ټرمپ او نتنیاهو ترمنځ لیدنه، د چهارشنبې په ورځ کیږي. په تېر یوه کال کې دا شپږم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د اسرائیل د لومړي وزیر کوربه توب کوي.

د نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې وویل چې په دې کتنه کې به د اسرائیل لومړی وزیر له ټرمپ سره د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د خبرو اترو د وروستي پړاو په اړه بحث وکړي.

په اعلامیې کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې، راغلي: "لومړی وزیر په دې باور دی چې په هر ډول خبرو اترو کې باید په بالستیک توغندیو محدودیتونه او د ایران د شریکانو لپاره د ملاتړ بندول شامل وي."

په وروستیو اونيو کې، ولسمشر ټرمپ په وار وار ګواښ کړی که د ایران رژیم د اټومي وسلو د ودې ورکولو هڅې ونه دروي او د هغو ایراني وګړو وژل بند نکړي چې د تېر ډسمبر په ۲۸ یې د هغه هېواد د رژیم په وړاندې پاڅون کړي، نو ممکن په ایران پوځي برید وکړي.

ټرمپ او د هغه همکارانو ویلي چې غواړي ایران د خپل میزایلي پروګرام څخه لاس واخلي او د هغو نیابتي ترهګرو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي چې په اسرائیل او په سیمې کې یې په امریکایي ځواکونو بریدونه کړي.

د ځانګړي استازي، ستیف ویټکوف، په مشرۍ د متحدو ایالتونو یو پلاوي د جمعې په ورځ په مسقط کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، سره غیر مستقیمې خبرې وکړې. په دې خبرو کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر، بدر بن حمد البوسعیدي، د منځګړي او د دواړو خواوو ترمنځ د پیغامونو د رسولو رول درلود.

ټرمپ د جمعي په ورځ په الوتکې کې خبریالانو ته وویل چې خبرې "ډېرې ښې" وې.
هغه دا هم وویل چې د دې اونۍ په پیل کې به یوه بله غونډه هم وشي، خو نېټه یې لا معلومه نده.

ټرمپ خبریالانو ته وویل: "هغوی – ایران – غواړي چې یوه هوکړه وکړي او باید یې وکړي. هغوی پوهیږي چې که داسې ونه کړي نو پایلې به یې څه وي. که دوی هوکړه ونه کړي، پایلې به یې ډېرې درنې وي. نو وبه ګورو چې څه کیږي."

ټرمپ تېره میاشت، د یو اېس اېس ابراهم لینکن د جنګي بیړۍ په مشري، منځني ختیځ ته سمندري ځواک ولېږلو.