د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر، سکاټ بیسنټ، وايي چې متحده ایالتونه د هغو پیسو څارنه کوي چې د ایران اسلامپاله واکمنان یې د نړۍ ګوټ ګوټ ته لیږي او ممکن د ایران د رژیم په وړاندې د اعظمي فشار د کمپاین د یوې برخې په توګه دا پیسې ضبط کړي.
بېسنټ د چهارشنبې په ورځ د فاکس نیوز له شبکې سره په یوې مرکې کې وویل که ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مالیې له وزارت څخه د ایران د رژیم د بهرنیو پیسو د ضبطولو غوښتنه وکړي، "موږ به یې د ایران د خلکو لپاره بېرته واخلو".
بېسېنټ وویل چې د ایران رژیم یوازې "په بې رحمانه ځواک پوهیږي، که هغه په مالي بازارونو کې وي، [او] که په پوځي ډګر کې وي". هغه زیاته کړه چې د مالیې وزارت تېر کال د ایران په رژیم اعظمي فشار راوړ او دې کار ته دوام ورکوي.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر تېره میاشت د اېکس په ټولنیزې شبکې د ایران رژیم په "ډوبیدونکې کښتۍ کې موږکانو" سره تشبیه کړ، او ویې ویل چې غړي یې "په ډېرې بېړي سره د ایراني کورنیو څخه غلا شوي پیسې د نړۍ بانکونو او مالي موسسو ته لېږدوي."
هغه یادونه وکړه چې "ډاډه اوسئ، د مالیې وزارت به اقدام وکړي".
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د چهارشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره د ایران د رژیم د کړنو په اړه خبرې وکړې.
ټرمپ د ټرث سوشېل په ټولنیزې شبکې کې وویل چې هغه نتنیاهو ته ویلي چې د ایران له رژیم سره به د خبرو اترو نوي پړاو ته ادامه وکړي چې وګوري ایا د تهران د اټومي وسلو او نورو ناوړه فعالیتونو د پای ته رسولو لپاره کومه معامله کیدای شي او که نه.
د متحدو ایالتونو او ایران مرکچیانو تېره جمعه په عمان کې غیر مستقیمې خبرې اترې وکړې.
بیسنټ پخپله مرکه کې وویل چې ټرمپ په دې باور دی چې "د تېرکال د جون په ۲۲ د نیمې شپې څټګ عملیاتو وروسته، اوس له ایرانیانو څخه ډېر غوره تړون ترلاسه کولی شي، خو دا په ایرانیانو پورې اړه لري".
سکاټ بېسېنټ دا هم وویل چې ټرمپ او د جنګ وزیر، پيټ هېګسېت، "پوځي تجهیزات ایران ته نږدې کوي".
ټرمپ په مکرر ډول د ایران رژیم ته خبرداری ورکړی چې که دوی د ډیپلوماسۍ له لارې د خپل ناوړه چلند له درولو ډډه وکړي، نو هغه کولی شي د متحدو ایالتونو هغه بحري ځواک وکاروي چې تېره میاشت یې د ایران سره نږدې ځای په ځای کړی.
بېسېنټ وویل، ټرمپ او هېګسېت به د دغو ځواکونو په اړه چې څه ورسره وکړي، پرېکړې وکړي.