د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زېلنسکي سره خپلې غونډې ګټورې بللې دي.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ [جولای ۲۸مه] د بندو دروازو تر شا د نتنیاهو سره په سپینې ماڼۍ کې وکتل.
ولسمشر ټرمپ ددغې غونډې په هکله په ټروت سوشیل ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "یوه ډېره ښه غونډه وه! ښکاره ده چې پر ډېرو مهمو موضوع ګانو بحث وشو".
ولسمشر ټرمپ په خپل پوست کې د هغو موضوع ګانو جزئیات نه دي لیکلي چې په غونډه کې پرې بحث شوی دی.
د سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې د اسرائیل لومړی وزیر د ولسمشر ټرمپ سره د خپلې لیدنې په هکله غږېږي.
نتنیاهو خپله وروستۍ غونډه "غوره" بللې او زیاته کړې: "کله چې زه غوره وایم، دا یوازې تشې خبرې نه دي. دا خبرې له بشپړې ملګرتیا، دوه اړخیز ملاتړ او د ګډ هدف په پوهېدو سره وشوې څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران اټومي وسلې نه لري، او نور اهداف هم".
د ولسمشر ټرمپ او نتنیاهو غونډه په داسې حال کې وشوه چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې د مذاکراتو بل پړاو به د اګست په څلورمه د اېټالیا په روم کې ترسره کېږي او دواړه لوري به د تل ابیب او بیروت د هوکړې په پوره پلي کولو خبرې وکړي.
تر دې مخکې، اسرائیل او لبنان څو ځلې په واشنګټن کې مذاکرات وکړل او دواړو لورو د روان کال د جون په میاشت کې په یوې هوکړې سلا وکړه.
د هوکړې له مخې، لبنان باید د حزبالله ډله چې د امریکا له خوا ترهګره ډله بلل شوې بېوسلې کړي او په بدل کې اسرائیل باید خپل ځواکونه د لبنان له سوېل څخه وباسي.
تر دې مخکې، د امریکا حکومت ویلي وو چې د لبنان او اسرائیل د هوکړې د پلي کېدو په چوکاټ کې په درېیو ازمایښتي سیمو کې کار روان دی چې موخه یې د لبنان پوځ ته د امنیتي چارو بشپړ سپارل دي.
د واشنګټن-کییف راشه درشه
د متحدو ایالتونو د ولسمشر او د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زېلنسکي غونډه هم د سه شنبې په ورځ د بندو دروازو ترشا سرته ورسېده.
ولسمشر ټرمپ په ټروت سوشیل ټولنیزې پاڼې کې لیکلي: "د اوکراین له ولسمشر زیلنسکي سره لیدل یو لوی ویاړ و. پر ډېرو مسایلو خبرې وشوې. لیدنه ډېره ښه وه!"
د زېلنسکي سره د لیدنې جزئیات هم خپاره شوي نه دي. ښکاري چې د زېلنسکې سره د واشنګټن اړیکې یو څه تودې شوې دي.
زېلنسکي ویلي چې هغه واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال له ولسمشر ټرمپ او امریکايي سناتورانو سره د بالستیک ضد توغندیو لپاره د اوکراین اړتیاوې په ګوته کړې دي.
زېلنسکي د امریکايي سناتورانو سره تر لیدلو وروسته وویل: "اصلي ستونزه د بالستیک ضد سیسټمونه او د بالستیک ضد توغندي دي. البته ما هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو نن له ولسمشر سره شریک کړل او موږ د دې لیدنې لپاره د هغه نه منندوی یو."
د رویترز خبري آژانس د دوو سرچینو له حواله چې د بحثونو نه خبر دي، لیکلي چې د متحدو ایالتونو استازو سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر موافقه کړې چې اوکراین ته سفر وکړي چې د کییف او مسکو ترمنځ د منځګړتوب لپاره په هڅو کې برخه واخلي.