جاپان، فلیپین او امریکا ګډ سمندري پوځي تمرینونه بشپړ کړل

جاپان، فلیپین او متحدو ایالتونو د سویلي چین په سمندرګي کې پنځه ورځني ګډ دفاعي تمرینونه په داسې حال کې بشپړ کړل چې د فلیپین او چین ترمنځ په دې لانجمنو اوبو کې کړکېچ نور هم زیات شوی دی.

د فلیپین وسله والو ځواکونو د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۷) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جولای له ۲۱مې تر ۲۵مې پورې ترسره شویو تمرینونو کې جنګي بېړیو، د ساحلي ساتنې کښتیو، جنګي او کشفي الوتکو برخه درلوده.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا تمرینونه د درېیو هېوادونو ترمنځ د سولې، ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د دوامدارې همکارۍ څرګندونه کوي او د هند-ارام سمندر په سیمه کې د ګډ امنیت د پیاوړتیا لپاره شویدي.

دا تمرینونه په داسې وخت کې وشول چې فلیپین او چین په وروستیو ورځو کې په یو بل د بېلابېلو نښتو او پېښو تورونه لګولي دي.

د چین د خلکو د ازادۍ پوځ (PLA) ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې په سویلي چین سمندر کې هوايي او سمندري ګزمې کړې دي، د چین پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د فلیپین په مشرۍ دغه ګډ تمرینونه د سیمې سولې او ثبات ته زیان رسوي