امریکایان د سپټمبر په اوومه، د کارګر ورځ نمانځي

د امریکايي کارګرانو د هڅو او ونډې د درناوي لپاره دا ورځ په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده او ډېرو کارکوونکو ته په دې ورځ له معاش سره رخصتي هم ورکول کېږي.

ډېرې امریکايي کورنۍ په دې ورځ سره راټولېږي. د کارګر ورځ د سپټمبر له لومړۍ دوشنبې سره برابره وي او د اونۍ له دوو رخصتیو سره یوځای د اوړي موسم غیررسمي پای هم بلل کېږي.

په متحده ایالتونو کې د کارګر ورځې په مناسبت د فدرالي حکومت دفترونه، ښوونځي او د هېواد ډېری سوداګریز بنسټونه تړلي وي.

د امریکا د مالیې وزیر، سکاټ بسینټ، د دوشنبې په ورځ، چې په متحده ایالتونو کې د کارګر له ورځې سره برابره ده، وویل د ټیټ عاید لرونکو کارګرانو د معاشونو وده د لوړ عاید لرونکو کسانو په پرتله چټکه وه.

بسینټ دغه څرګندونې په ایکس ټولنیزه شبکه کې خپرې کړې او ویې لیکل: «د کارګر په دې ورځ، موږ د امریکايي کارګرانو او هغو سیاستونو درناوی کوو چې د هغوی کورنیو ته لومړیتوب ورکوي.»

د امریکا د مالیې وزیر د ولسمشر ټرمپ د حکومت سیاستونو ته په اشارې وویل، په خصوصي سکتور کې له ۹۰۰ زرو څخه ډېر نوي کاري فرصتونه رامنځته شوي دي.

هغه وویل، کارګرو پدې هیواد کې د «کاري کورنیو لپاره د مالیاتو د کمولو» په چوکاټ کې دوي ته ۸۲ میلیارد ډالرو په اندازې مالیات کم شوي او دوي لدې لارې ګټه پورته کړې ده.

بسینټ وروسته د حکومت د مالیاتي سیاستونو پر مخالفانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې «افراطي چپ» غواړي دغه مالیاتي ګټور سیاستونه لغوه کړي.

هغه زیاته کړه، امریکايي کارګران باید وکولای شي د خپلو عوایدو ډېره برخه له ځان سره وسپموي او د لا زیاتو مالیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

په متحده ایالتونو کې د کارګر ورځې تاریخ د ۱۹مې پېړۍ وروستیو ته رسېږي. هغه مهال د کارګرانو د حقونو فعالانو غوښتنه کوله چې د کارګرانو د ونډې، هڅو او خدمتونو د درناوي لپاره یوه ځانګړې رخصتي وټاکل شي.

دوي ویل کارګرانو د امریکا د پیاوړتیا، سوکالۍ او روغتیا په برخه کې مهم رول لوبولی دی.