د فوټبال نړیوال جام لپاره د امریکا د امنیتي ادارو چمتووالی

د متحدو ایالتونو د قانون پلې کوونکو ادارو اعلان کړی دی چې د فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې د امنیتي ننګونو سره د مبارزې لپاره په ۱۱ کوربه ښارونو کې د بحران ضد او تاکتیکي قطعاتو د ګمارلو پلان لري.

د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام لوبې د پنجشنبې په ورځ (جون ۱۱مه) پیل کیږي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي ای) رئیس کاش پټېل دا اونۍ وویل چې دا اداره پېښو ته د غبرګون، د بمونو د شنډولو، د بې‌پیلوټه الوتکو ضد ټیمونو برسېره، استخباراتي کسان او د بحران د مدیریت ځانګړي نیمه پوځي تاکتیکي قطعات دغو ښارونو ته استوي، ترڅو د ۳۹ ورځني ټورنمنټ په ترڅ کې د لوبغاړو او نندارچیانو امنیت وساتي.

هغه وویل چې دغو ټیمونو د څو میاشتو په ترڅ کې روزنه ترلاسه کړې ده، او د متحدو ایالتونو په ګډ کوربه توب د جام د امنیت لپاره یې پلانونه جوړ کړي او همغږي کړې ده.

پټېل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې اعلامیه کې وویل، "دوی په بشپړه توګه مجهز او هره شیبه، هر ځای او د هرې جدي پېښې د ځواب ویلو لپاره چمتو دي. هېڅ شک مه کوئ؛ موږ د هر ډول سناریو لپاره چمتو یوو. "

ددې جام د ۱۰۴ لوبو څخه، ۷۸ لوبې په متحده ایالاتو کې کیږي.

د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام لپاره د سپینې ماڼۍ د کاري ډلې اجرائیوي مشر، اندرو جولیاني، د فاکس نیوز تلویزیون سره په خبرو کې وویل، "دا به د امنیتي تدابیرو او همدارنګه د بې‌پیلوټه الوتکو ضد عملیاتو له پلوه د ۷۸ سوپر باول سیالیو په اندازه وي. "

د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (FAA) د نړیوال جام د سیالیو پر مهال د لوبغالو پر سر او شاوخوا د ډرونونو د الوځولو لپاره ممنوعه سیمه اعلان کړې ده او د سرغړونې په صورت کې تر ۱۰۰ زره ډالرو جریمه، قید او د ډرون ضبط کېدل ممکنه سزاګانې دي.

د ټکساس ایالت په دالاس کې د اف بي ای دفتر د می په ۲۸ وویل، "په دې موده کې د ډرونونو ناامن یا ناسم استعمال نورو الوتکو او پر ځمکه باندې خلکو ته فزیکي خطر رامنځته کوي. "

یادې ادارې زیاته کړې چې د ټکساس د ارلینګټن ښار په لوبغالي کې به ۹ لوبې ترسره شي، چې دا د امریکا د نورو کوربه ښارونو په پرتله ترټولو زیاتې لوبې دي چې په یو ښار کې کیږي.

په اتلانتا کې، چې د نړیوال جام د اته لوبو کوربه توب کوي، اف بي ای ویلي چې له ۱۸ میاشتو راهیسې د ښار له چارواکو او نورو همکارو ادارو سره له نږدې کار کوي ترڅو د ټورنمنټ په ترڅ کې د لوبو او نندارچیانو امنیت خوندي شي.

د واشنګټن ایالت په سیاتل کې ښاروالې کېټي ویلسن «د لوبو پر مهال عمومي خو باوري امنیتي ګواښونو» ته په اشارې، د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د لوبغالي شاوخوا ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوي چې د ټورنمنټ پر مهال به فعالې شي. دغه پرېکړه د محرمیت او مدني ازادیو د پلویانو د اندېښنو سربېره شوې ده.

د دې لپاره چې سیمه ایزې قانون پلي کوونکې ادارې له امنیتي ننګونو سره ښه مقابله وکړای شي، د بېړنیو حالاتو د مدیریت فدرالي ادارې تېر کال د امریکا ۱۱ کوربه ښارونو ته د ۶۲۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

د امریکا د ګمرکاتو او سرحد ساتنې ادارې ویلي چې د کورني امنیت وزارت سره همغږي کوي ترڅو د ورزشکارانو، مسئولینو، چارواکو او د فوټبال مینه والو خوندي سرحدي تګ راتګ اسانه کړي او په عین وخت کې عامه امنیت وساتي.

په نورو امنیتي تدابیرو کې، له درغلیو څخه د فوټبال د مینه‌والو ساتنه هم شامله ده. اف بي ای ویلي چې ځینې وبسایټونه یې موندلې دي چې ځانونه د رسمي او قانوني سایټونو په توګه معرفي کوي او له کاروونکو څخه شخصي او بانکي معلومات غواړي، ترڅو د نړیوال جام جعلي ټکټونه او مېلمستیايي خدمات وپلوري او ښايي نورې ناوړه کړنې هم ترسره کړي.

د فدرالي تحقیقاتو ادارې د فوټبال مینه والو ته سپارښتنه کړې چې د مشکوکو اعلانونو او لینکونو څخه ځان وساتي او د لټون د وبسایټونو پرځای دی په مستقیم ډول د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) وبسایټ وګوري.

د ارلینګټن او اتلانتا سربېره، د امریکا په باسټن، هیوسټن، کنساس ښار، لاس انجلس، میامي، نیویارک-نیوجرسي، فلاډلفیا، سن فرانسیسکو او سیاتل کې هم د نړیوال جام لوبې کیږي.