د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ تایید کړه چې د لبنان په اړه د اسرائیل د روانو پوځي عملیاتو له امله یې د ټیلیفوني خبرو پر مهال د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته د "لیوني" خطاب کړی و.
هغه زیاته کړه چې هغه له دې وضعیت څخه "یو څه ناراضه" شوی و.
ټرمپ دا څرګندونې د "پوډ فورس ون" (Pod Force One) په نوم خپرونه کې وکړې. هغه وویل: "په یوه وخت کې مې ورته وویل، 'بیبي، موږ باید دا ودروو. موږ باید دا جګړه ودروو.'" ټرمپ زیاته کړه چې له نتنیاهو سره یې اړیکې ډېرې ښې دي.
سره له دې، د چهارشنبې په ورځ نښتو دوام درلود. د اسرائیل پوځ وویل چې د حزب الله له خوا پر اسرائیل توغول شوي دوه راکټونه یې شنډ کړي دي. بل لور ته، د لبنان امنیتي سرچینو راپور ورکړی چې اسرائیلي بېپیلوټه الوتکو د لبنان په جنوب او همدارنګه په بیروت کې پر یوه موټر بریدونه کړي دي.
دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې ترسره شول چې اسرائیل او لبنان په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. همدارنګه، دا بریدونه د هغه جزوي توافق وروسته شوي چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان کړی و.
د دغه توافق له مخې، اسرائیل موافقه کړې وه چې د بیروت پر جنوبي سیمو به بریدونه دروي او حزب الله به هم پر اسرائیل د پولې هاخوا بریدونه بندوي.
په واشنګټن کې د لبنان سفارت د دغه توافق پخلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا د شخړې د بشپړ پای ته رسېدو معنا نه لري.
د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاتز د سهشنبې په ورځ ویلي وو چې که د اسرائیل شمالي سیمې تر برید لاندې راشي، نو اسرائیل به د بیروت پر جنوبي سیمو بریدونه وکړي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د جګړې له پیل وروسته نږدې ۳۵۰۰ کسان وژل شوي او له ۱ اعشاریه ۶ میلیونو څخه ډېر خلک بېځایه شوي دي. خو وزارت نه دي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې څومره جنګیالي او څومره ملکي وګړي شامل دي.
اسرائیل وايي چې د مارچ له دویمې نېټې راهیسې د حزب الله په بریدونو کې ۲۶ اسرائیلي سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.