ټرمپ: که ډیموکراټان کانګرس کنټرول کړي، جوړجاړی به ورسره وکړو

د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هیله لري چې جمهوري غوښتونکي د کانګرس په راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې خپل اکثریت وساتي، خو که ډیموکراټان د استازو جرګې یا سنا کنټرول ترلاسه کړي، دی چمتو دی چې له هغوی سره د همکارۍ او جوړجاړي لارې ولټوي.

ټرمپ د سه‌شنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۲۷مه، په مریلینډ کې د اندریوز په پوځي اډه کې خبریالانو ته وویل چې د کانګرس د احتمالي وېشل شوي کنټرول په صورت کې به د ولسمشر د ویټو له واک څخه کار واخلي.

هغه وویل: «زه د ویټو ځواکمن واک لرم.» ټرمپ زیاته کړه چې که څه هم هیله لري جمهوري غوښتونکي خپل اکثریت له لاسه ورنه کړي، خو په ورته حالت کې پخوانیو ولسمشرانو هم له مخالف ګوند سره د جوړجاړي لارې موندلې دي.

د کانګرس منځمهاله ټاکنې به د امریکا د کانګرس د دواړو مجلسونو سیاسي جوړښت وټاکي او د ولسمشر ټرمپ د پاتې دورې پر قانون جوړونې، بودجې او د حکومت پر فعالیتونو به اغېز ولري.

که ډیموکراټان د کانګرس د یوې یا دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړي، د ټرمپ اداره به د ځینو قوانینو او بودجوي طرحو د تصویب لپاره د مخالف ګوند همکارۍ ته اړتیا ولري.

د امریکا ولسمشر کولای شي د کانګرس تصویب شوې طرحې ویټو کړي، خو د ولسمشر د ویټو د لغوه کولو لپاره د استازو جرګې او سنا په دواړو مجلسونو کې د دوه پر درېیمه برخې رایو ملاتړ اړین دی.

ټرمپ د ټاکنو د پایلو د منلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که ټاکنې په عادلانه ډول ترسره شي، پایلې به ومني.

د امریکا منځمهاله ټاکنې د سې شنبې په ورځ، د نومبر په ۳مه ترسره کیږي، او پایلې به یې د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې دوو کلونو لپاره د کانګرس سیاسي جوړښت وټاکي.

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې هغه د جمهوري غوښتونکو د بریا هیله څرګندوي، خو په عین وخت کې د دې احتمال هم په پام کې نیسي چې د کانګرس کنټرول د دواړو ګوندونو ترمنځ ووېشل شي.