د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، له هغه وخت راهیسې چې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې یې د ولسمشرۍ دنده پر غاړه واخیسته، د نشهيي توکو د قاچاق په وړاندې یې مبارزه د خپلې کاري اجنډا په سر کې ځای کړه.
ولسمشر په دې برخه کې، د اجرایوي فرمانونو د صادرولو او پوځي عملیاتو له لارې، متحدو ایالتونو ته د غیر قانوني نشهيي توکو د داخلېدو پر مخنیوي تمرکز وکړ.
ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه، چې د هغه د ولسمشرۍ د دویمې دورې لومړۍ ورځ وه، یو اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې له هیواده بهر د نشهيي توکو د قاچاق شبکې یا کارتل ډلې، لکه د وینزویلا «ترېن د آراګوا»، یې د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په تور لست کې شامل کړل.
د ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت تر فبرورۍ میاشتې پورې، اته د نشهيي توکو لویې شبکې یا کارتلونه د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه اعلان کړل.
د ولسمشر په اجرایي فرمان کې راغلي:«د نشه یي توکو شبکې یا کارتلونه په ټوله لوېدیځه نیمه کره کې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ په کمپاین کې ښکېل دي، چې نه یوازې زموږ [د متحده ایالتونو] د ملي ګټو لپاره مهم هېوادونه بېثباته کوي، بلکې متحده ایالتونه یې هم له مرګونو نشهيي توکو، په تاوتریخوالي ککړو مجرمینو او شریرو باندونو څخه ډک کړي دي.»
د اپرېل په میاشت کې، سپینې ماڼۍ یوه اعلامیه خپره کړه چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د پالیسۍ لومړیتوبونه یې څرګند کړل. په اعلامیه کې «د نشهيي توکو د ناقانونه استعمال له امله د رامنځته شویو ستونزو پر وړاندې د قاطع اقدام بیړنۍ اړتیا، چې زموږ هېواد [متحده ایالتونه] یې اغېزمن کړی او د زرګونو امریکایانو د مړینې لامل ګرځېدلې»، په ډاګه شوې وه.
په اعلامیه کې راغلي:«د ولسمشر ټرمپ د نشهيي توکو د کنټرول پالیسي به د نشهيي توکو د قاچاق له بدلېدونکي ویرونکي واقعیت سره سم وده وکړي، او ډاډ به ورکړي چې زموږ پولې، ټولنې او ښوونځي د ناقانونه نشهيي توکو له ویجاړوونکي اغېز څخه خوندي پاتې شي. د امریکایانو لپاره د لا خوندي او سالم راتلونکي د ترلاسه کولو لپاره به موږ د [نشهيي توکو] د اکمالاتو لړۍ او بهیر له ریښې په ایستلو ګډه وډه کړو.»
په دې طرحه کې څو موخې یادې شوې دي، چې پکې په متحده ایالتونو کې د نشهيي توکو د ډېر استعمال له امله د مړینې کموالی، او د مخکښو کیمیاوي موادو په ګډون د ترانسپورت له ټولو لارو د ناقانونه نشهيي توکو د نړیوال تګ راتګ کمېدل شامل دي.
سږکال، د متحده ایالتونو د نشهيي توکو پر ضد ادارې (DEA)همدارنګه پر دې تمرکز کړی چې ناقانونه نشهيي توکي، په ځانګړي ډول فنتانیل، د امریکا له سړکونو څخه راټول کړي تر څو خلک له اعتیاد، له اندازې زیات د مخدره توکو استعمال، د جرمونو او له نشهيي توکو سره له تړلي تاوتریخوالي څخه خوندي وساتي.
یوه اعلامیه چې د جولای په میاشت کې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت له خوا خپره شوه وایي چې د نشهيي توکو پر ضد ادارې له ۲۰ جنورۍ ۲۰۲۵ کال راهیسې «نږدې ۴۴ میلیونه د فنتانیل ګولۍ، ۴۵۰۰ پونډه د فنتانیل پوډر، شاوخوا ۶۵ زره پونډه مېتامفتامین، او له ۲۰۱ زره او ۵۰۰ پونډو څخه زیات کوکین نیولي او له فنتانیل د برابرولو په تړاو یې له ۲۱۰۵ څخه زیات کسان نیولي دي.»
د نشهيي توکو پر ضد د ادارې سرپرست، رابرت مورفي وویل چې دا اداره «ناقانونه شبکې، د کارتلونو د نیونو، ضبط او پرلهپسې فشار له لارې په حساسو ټکو کې په نښه کوي. په کالیفورنیا کې د مېتامفتامین د تولید له لابراتوارونو نه نیولې، تر هغو فنتانیلي ګولیو پورې چې د درملو په بڼه زموږ [د متحده ایالتونو] په سرحد کې نیول کېږي، دا ټول پکې شامل دي. دا عملیات هره ورځ د امریکایانو ژوند ژغوري.»
د ناقانونه نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په بل ډګر کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د نومبر په ۱۳مه وویل چې د چین حکومت د هغو مخکښو کیمیاوي موادو د صادراتو پر ضد اقدام منلی چې د فنتانیل په جوړولو کې کارېږي.
روبیو وویل چې دا هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جینپینګ ترمنځ د اکتوبر په ۳۰مه په جنوبي کوریا کې د خبرو وروسته ترلاسه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې چین هوکړه کړې ده چې د فنتانیل د تولید لپاره د کارېدونکو ۱۳ مهمو موادو صادرات ودروي، چې د هغه په وینا، دا به د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې د نشهيي توکو د قاچاق د مهارولو په هڅو کې مرسته وکړي.
مارکو روبیو په کاناډا کې د جي-۷ د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:
«دا لومړی ځل دی چې که هغوی [چینایان] وکړای شي مکسیکو ته د لېږل کېدونکو اړینو تولیدونکو موادواندازه کمه کړي، نو دا به بې له شکه د مکسیکو دننه د فنتانیل پر تولید هم اغېز ولري.»
سپینې ماڼۍ د نومبر په لومړۍ نېټه د ټرمپ او شي تر منځ د هوکړې د یوې برخې په توګه اعلان وکړ چې چین هوکړه کړې ده څو متحده ایالتونو ته د فنتانیل د بهیر د بندولو لپاره جدي ګامونه واخلي.
په هوکړهلیک کې راغلي:«چین به شمالي امریکا ته د ځینو پېژندل شویو کیمیاوي موادو لېږد بند کړي او د نورو کیمیاوي موادو صادرات به د نړۍ ټولو موهو دپاره په کلکه کنټرول کړي.»
د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) مشر، کش پټیل، هم د نومبر په میاشت کې چین ته سفر وکړ او له خپلو چینايي سیالانو سره یې ولیدل او د بېجینګ له خوا شوي اقدامات یې تایید کړل.
پټیل د سپینې ماڼۍ په یوه خبري کنفرانس کې وویل:«د چین جمهوریت د فنتانیل د تولید لپاره کارېدونکي ټول ۱۳ لومړني مواد په بشپړه توګه پېژندلي او لېست کړي دي. سربېره پر دې هغوی هوکړه کړې چې اووه نور کیمیاوي محصولات هم کنټرول کړي چې د دې وژونکي درمل په جوړولو کې کارېږي.»
پټیل زیاته کړه:«ولسمشر ټرمپ د فنتانیل د تولید هغه اصلي لاره تړلې ده چې د زرګونو امریکایانو ژوند اخلي.»
د اف بي آی مشر وویل چې له چین سره دا هوکړه به د مخکښو موادو د پېژندنې او د کیمیاوي محصولاتو د کنټرول له لارې د انسانانو ژوند وژغوري.
هغه وویل:«دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل و چې د اف بي آی یو مشر چین ته سفر وکړ او له خپل سیال سره یې مخامخ پر دې موضوع خبرې وکړې.»
مارکو روبیو همدارنګه د مکسیکو ستاینه وکړه چې د متحده ایالتونو د قانون پلي کوونکو ادارو سره یې نږدې کار کړی، څو د ځمکې له لارې متحده ایالتونو ته د نشهيي توکو د قاچاق مخه ونیسي.
روبیو وویل:«نن د مکسیکو چارواکي تر بل هر وخت زیات کار کوي، او موږ تر هر وخت زیات، ښایي په بشپړ ډول، له مکسیکويي چارواکو سره نږدې همکاري لرو، څو دا بهیر په ټپه ودروو.»
پوځي عملیات
د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت د سپتمبر په میاشت کې پوځي عملیات پیل کړل، څو متحده ایالتونو ته د نشهيي توکو د قاچاق د شکمنو کښتیو مخه ونیسي.
د سپتمبر له دویمې نېټې راهیسې، د متحده ایالتونو پوځ د کارابین په اوبو کې پر کښتیو له شلو څخه زیات بریدونه کړي او له ۱۰۰ څخه زیات د نشهيي توکو ترهګر یې وژلي دي.
د پنتاګون ویاندې، کینګزلي ویلسن، د دسمبر په دویمه نېټه خبریالانو ته وویل:
«هر برید چې د دې پېژندل شوو ترهګرو سازمانونو پر وړاندې ترسره شوی، د متحده ایالتونو د ارزښتناکو او حیاتي ملي ګټو د دفاع او د هېواد د خاورې د ساتنې لپاره دی.»
هغې زیاته کړه چې دا عملیات «د متحده ایالتونو او نړیوالو قوانینو له مخې قانوني ګڼل کیږي، او ټول اقدامات د وسلهوالو شخړو د قوانینو سره سم ترسره شوي دي. دا اقدامات په پوځي او ملکي چارو کې د تر ټولو غوره حقوقي سلاکارانو له خوا هم تایید شوي دي.»
متحده ایالتونه همدارنګه له شلو څخه زیات جنګي بېړۍ د کارابین د اوبو جنوب ته استولې دي، چې د «جنوب نیزه» په نوم د عملیاتو برخه ده، او موخه یې په لوېدیځه نیمه کره کې د نشهيي توکو له ترهګرو سره مبارزه ده.
د امریکا د دفاع وزیر، پیت هېګسېت، د نومبر د ماموریت په اړه په ایکس پاڼې کې ولیکل:
«دا ماموریت زموږ د مورنۍ خاورې دفاع کوي، د نشهيي توکو ترهګر زموږ له نیمکرې اوباسي، او زموږ هېواد له هغو نشهيي توکو خوندي کوي چې زموږ خلک وژني. لوېدیځه نیمه کره د امریکا ګاونډ دی – او موږ به یې ساتنه وکړو.»
دې بریدونو او د پوځي ځواکونو لېږد د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو تر فشار لاندې راوستی دی. متحده ایالات مادورو د نشهيي توکو له کارټلونو سره په همکارۍ تورنوي، خو د وینزویلا مشر دا تورونه ردوي.
د نومبر په میاشت کې، متحده ایالتونو په رسمي ډول د وینزویلا د نشهيي توکو یو کارټل، چې ویل کېږي مادورو یې مشري کوي، د بهرني ترهګر سازمان په توګه وپېژانده.
متحده ایالتونه وایي مادورو د «دي لوس سولیس» په نوم د نشهيي توکو د لویې شبکې یا کارټل مشري کوي، او واشنګټن پخوا د هغه د نیولو او محکومیت لپاره ۵۰ میلیونه ډالره انعام هم اعلان کړی و.
د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې حکومت د دسمبر په میاشت کې، د فنتانیل په اړه نور اقدامات هم وکړل او «فنتانیل یې ناقانونه وبلل او د جوړولو دپآره یې اړین مواد د ډلهییزې وژنې د وسلو په توګه وپېژندلې.»
ډونالډ ټرمپ د دسمبر په ۱۶مه په سپینه ماڼۍ کې وویل:«نن، د یوه تاریخي اجراییوي فرمان په لاسلیک کولو سره، زه یو بل ګام اخلم څو امریکایان زموږ هېواد ته د فنتانیل د مرګوني افت څخه خوندي کړم.»
په اجراییوي فرمان کې راغلي:«ناقانونه فنتانیل د یوې نشهيي مادې نه زیات د یوې کیمیاوي وسلې په څېر دی.»
په متن کې ویل شوي:«د بهرنیو ترهګرو سازمانونو او کارټلونو له خوا د فنتانیل تولید او پلور، چې د وژنو، ترهګریزو اعمالو او تاوتریخوالي تمویل کوي، دې ډلو ته اجازه ورکوي چې زموږ د هېواد کورنی امنیت او سوکالي له منځه یوسي.»
په پولو ضروري اقدامات
د نشهيي توکو پر قاچاق مبارزه همدارنګه د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې د حکومت د هغو هڅو برخه هم ده چې د متحده ایالتونو د جنوبي سرحد امنیت تضمین کړي. د بېاسناده کډوالو د مخنیوي ترڅنګ، د ګمرک او سرحدي ساتنې کارکوونکو د نشهيي توکو ضبط هم چټک کړي.
د متحده ایالتونو د کورني امنیت وزارت د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ګمرک او د پوله ساتو کارکونکو ۲۴۴ زره او ۹۳۲ کیلوګرامه نشهيي توکي په سرحد کې نیولي دي، چې د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښيي.
د کورني امنیت وزارت اعلامیه وایي چې د متحده ایالاتو سمندري ګارد په سمندر کې د ناقانونه نشهيي توکو نیونه تر ۲۰۰ سلنې پورې زیاته کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي:«د جنورۍ له شلمې راهیسې، د متحده ایالاتو پوله ساتونکي ګارد نږدې ۴۷۰ زره پونډه [۲۱۳ زره او ۱۸۸ کیلوګرامه] کوکاین نیولي دي، چې د ۱.۲ ګرامه وژونکي دوز پر بنسټ د ۱۷۷ میلیونه امریکایانو د وژلو توان لري.»
د اګست په میاشت کې، سرحدي ګارد د «پاسیفیک وایپر » په نوم عملیات پیل کړل او «ځواکونه یې د ارام سمندر ختیځو سیمو ته ولېږل، څو د کارټلونو او جنایي سازمانونو فعالیتونه ودرول شي، او نشهيي توکي او ناقانونه بهرانیان د امریکا سمندري پولو ته له رسېدو مخکې ونیول شي.»
د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیرې، کریستي نوم، د دسمبر په نهمه د سمندري ګارد له خوا په خپره شوې اعلامیه کې وویل:«د ارام سمندر افعي ځانکړو عملیاتو ثابته کړه چې دا په لاتیني امریکا کې د بهرنیو نشهيي توکو قاچاقبرو او کارټلونو پر وړاندې په مبارزه کې یو ډېر مهم وسله ده، او دا روښانه پیغام ورکوي چې موږ به د هغوی مرګوني سوداګریزې ناوړه ګټې هر چېرې چې وي، ګډې وډې، کړو، له منځه یوسو او له ریښې وباسو.»
په اعلامیه کې راغلي:«سمندري ګارد ددې مرګوني نشهيي توکو د بهیر په بندولو سره د بېشمېره امریکایانو ژوند ژغوري او د ولسمشر ټرمپ هغه ژمنه پوره کوي چې امریکا به بیا خوندي کړي او زموږ سمندري برلاسی به بېرته ټینګه او پر ځای کړي.»