د ناټو غونډه؛ امریکا په یو داسې ائتلاف ټینګار لري چې د 'اتکا پر ځای په مشارکت' ولاړ وي

د شمالي اتلانتیک ټړون پیمان یا ناټو د دفاع وزیرانو کلنۍ غونډه د پنجشنبې په ورځ، په بروکسل کې پیل شوه. په دې غونډې کې د امریکا متحده ایالتونو په یو داسې ائتلاف ټینګار وکړ چې د "اتکا پر ځای په مشارکت" ولاړ وي.

د پالیسۍ په چارو کې د متحده ایالتونو د جنګ د وزیر مرستیال، البریج کولبي، د ناټو له غړو وغوښتل چې د تېرو لسیزو چلند بدل کړي او د اروپا د دودیزې دفاع لپاره خپل "لومړني مسؤلیت" ته بېرته راستون شي.

کولبي په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي، مارک روټه، سره د خبرو پر مهال وویل: "اوس د ګډ حرکت وخت دی؛ که عملي خبره وکړو، موږ د شراکت پر بنسټ د کار کولو لپاره ډېر پیاوړي بنسټونه لرو، د داسې ناټو لپاره چې د اتکا په ځای پر مشارکت ولاړ وي... هغه څه ته بېرته راستنېدل چې ناټو په اصل کې د همدې لپاره جوړه شوې وه."

کولبي ناټو "یو جدي ائتلاف" وباله چې "پر دفاع او مخنیوي تمرکز لري."

کولبي د هغه وینا کې چې د متحدو ایالتونو د جنګ وزارت (پنټاګون) خپره کړې، ویلي چې دا د امریکایانو د ګټو لپاره "تر ټولو مهمو ګواښونو" ته لومړیتوب ورکوي – په ځانګړې توګه د متحدو ایالتونو د خاورې دفاع او په لوېدیځه نیم کره کې ګټې – او همدارنګه په لوېدیځ ارام سمندر کې د د انکار پر بنسټ د مخنیوي پیاوړي کولو ته.

هغه وویل چې متحده ایالتونه ناټو نه پریږدي، بلکې د کولبي په وینا " دا د دې بنسټیز هدف ته راستنېدل او تائید دی."

د ناټو عمومي منشي، مارک روټه، وویل چې امریکا ناټو ته ژمنه ده، او ټینګار یې وکړ چې واشنګټن غواړي اروپا او کاناډا د دفاعي لګښتونو او صنعتي دفاعي تولیداتو په برخې کې خپلې ونډې زیاتې کړي.

روټه وویل: "له هغې وروسته چې ولسمشر ټرمپ بیا وټاکل شو، د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د متحده ایالتونو مشرتابه له ناټو، او اروپايي او کاناډايي متحدینو څخه غوښتنه کړې چې ډېر څه وکړي."

د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې "ښه خبر دا دی چې میلیاردونه (ناټو ته) را روان دي."

مارک روټّ وویل جرمني پلان لري چې تر ۲۰۲۹ کال پورې په دفاعي برخې کې ۱۵۲ ملیارد ډالر ولګوي. دا د هغه شمېر دوه چنده پیسې دي چې برلین په ۲۰۲۱ کال کې لګولی و.