د امریکا د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت اعلان کړی چې د سمندري ځواکونو اجراییوي رئیس جان فیلون خپله دنده پریږدي. دا د امریکا د پوځ په مشرتابه کې د وروستیو بدلونونو یوه برخه ده.
د دې وزارت ویاند شان پارنیل د یوې اعلامیې په ترڅ کې د سمندري ځواکونو د لوړ ملکي چارواکي په توګه د فیلون د کار څخه مننه وکړه خو د هغه د استعفا لامل یې ونه ښود.
فیلون له دې څخه مخکې چې په ۲۰۲۴ کال کې دې دندې ته نوماند شي، او د جګړې وزارت سره تر یوځای کېدو مخکې پوځي سابقه نه لرله. هغه د خصوصي پانګونې په سکتور کې کار کاوه.
پارنیل وویل چې مرستیال وزیر هانګ کاو به ددې ریاست سرپرست مشر په توګه خپله دنده ترسره کړي.
کاو درې لسیزې په سمندري ځواکونو کې خدمت کړی او په اکتوبر کې ددې ریاست مرستیال وټاکل شو. هغه په ۲۰۲۲ کال کې د استازو جرګې او په ۲۰۲۴ کال کې د سنا لپاره ټاکنیز کمپاینونه کړي وو چې پکې بریالی شوی ندی.
دا بدلون له هغه څخه لږه موده وروسته پېښېږي چې د ځمکنيو ځواکونو د لوی درستیز رندي جورج له خپلې دندې تقاعد وکړ. ویل کیږي چې دا د جګړې د وزیر پیت هیګست په غوښتنې ترسره شوی و.