له ترهګرۍ سره د امریکا د مبارزې په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو ډلو په ماتې ټینګار شوی

سپینه ماڼۍ

د متحدو ایالتونو حکومت له ترهګرۍ سره ددغه هیواد د مبارزې نوې ستراتیژي اعلان کړې ده چې پکې نه یوازې د مخدره موادو د قاچاق وړونکو ډلو بلکې د القاعده او د داعش د خراسان څانګي په شان د ترهګرو ډلو په وړاندې په مبارزه ټینکار شوی دی.

په دې ستراتیژي کې چې د چهار شنبې په ورځ (مې شپږمه) په شپاړسو پاڼو کې خپره شوه ډیر تمرکز د امریکا د سرحدونو په امنیت، د جرمي بانډونو یا ډلو سره مرتبطو ګواښونو، کورنۍ تندلاریتوب او د متحدو ایالتونو نیمه وچې ته په امنیت تمرکز شوی دی.

په ستراتیژي کې ویل شوي دي چې په امریکا او له امریکا څخه بهر به د ګواښونو په وړاندې نظامي او استخباراتي عملیات زیات شي.

د امریکا د ترهګرۍ سره د مبارزې په ستراتیژۍ کې د ولسمشر ترمپ په نقل لیکل شوي ، "موږ باید د یرغل په وړاندې د خپل هېواد ساتنه وکړو، یوازې د بي کنټروله مهاجرت څخه نه، بلکې د ترهګرۍ، نشه یي توکو، جاسوسۍ او د انسان د قاچاق په شان د پولو هاخوا ګواښونو څخه."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې ستراتیژي په مقدمه کې ویلي چې د بهرنیو او کورنیو دښمنانو څخه د امریکایانو د حفاظت لپاره هڅه کوي څو د ترهګرۍ ګواښونه له منځه یوړل شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړیده چې امریکا به نور د مخدره موادو بانډونو ته اجازه ورنکړي چې په سیمه کې آزاد فعالیت وکړي او متحدو ایالتونو ته وسلې، مخدره مواد او یا هم میرمنې او ماشومان قاچاق کړي.

د امریکا ولسمشر ویلي که څوک امریکایانو ته زیان ورسوي او یا هم د زیان رسولو پلان ولري، نو متحده ایالات به هغوی پیدا کړي او ووژني.

په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه

د تیرو دوو لسیزو برعکس چې افغانستان به تل د متحدو ایالتونو د ترهګرۍ سره د مبارزې په ستراتیژي کې مهم ځای درلود، په نوي ستراتیژي کې په مشخص ډول په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او یا هم له طالبانو سره د اړیکو په اړه څه ندي ویل شوي.

خو د القاعده او د داعش د خراسان څانګي په شان ډلو چې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د هغوی د حضور په اړه اندیښنه څرګنده کړې، نوم اخیستل دی.

په ستراتیژي کې ویل شوي د امریکا یو عمده هدف د هغو پنځو اسلام پاله ډلو په نښه کول او له منځه وړل دي چې پر متحدو ایالتونو د عملیاتو پلان او هدف لري.

په ستراتیژي کې په خاص ډول القاعده بریدګره ډله بلل شوي او د داعش خراسان څانګې، اخوان المسلمین ته هم اشاره شوي . په ستراتیژي کې ټینګار شوی چې متحده ایالات به پر اخوان المسلمین جهادي ډلي فشار جاري وساتي څو یاده ډله نور ونشي کړای کسان وګماري او د متحدو ایالتونو په وړاندي ترهګري تمویل کړای شي.

ددې تر څنګ د ستراتیژۍ په سند کې برمته شویو امریکایانو د خلاصون په اړه د متحدو ایالتونو د حکومت اقداماتو ته اشاره شوې او راغلي کوم هیوادونه چې امریکایي اتباع په ناحقه برمته کوي، په حقیقت کې ځان د ناحقه توقیفونو د ملاتړو دولتونو د تعین کیدو او د عواقیو سره یې مخ کوي. په ستراتیژۍ کې ویل شوي چې په افغانستان او ایران کې رژیمونه په دې عواقبو پوهیږي.

په ستراتیژۍ کې د ۲۰۲۱ کل د اګست په میاشت کې د کابل په هوایي ډګر کې د ځانمرګي برید د طرحه کوونکي نیول کیدو ته اشاره شوي او دا اقدام د ټولو کورنیو او بهرنیو دښمنانو په وړاندې د امریکایي اتباعو د خوندیتوب په اړه د ولسمشر ټرمپ هڅه بلل شوې ده.

په منځني ختیځ کې لوی خطر

په ستراتیژي کې ویل شوي چې متحدو ایالتونو ته په منځني ختیځ کې لوی خطر د ایران له خوا متوجه دی. لومړی مستقیم خطر د هغه هیواد اټومي او د مزایلو قابلیتونه او دویم خطر چې غیر مستقیم بلل شوی د حزب الله په ګډون له نیابتي ډلو سره د هغه هیواد د میلیاردونو ډالره مرسته ده.

په ستراتیژي کې ویل شوي چې متحده ایالتونه به تر هغه پر ایران فشارونو ته دوام ورکړي څو چې یاد هیواد متحدو ایالتونو ته ګواښ نه وي.

په ستراتیژي کې ویل شوي:" د ولسمشر پرېکنده اقدامات، لکه د ټرمپ د حکومت په لومړۍ دوره کې د ایران د ترهګرۍ د مبتکر قاسم سلیماني پر وړاندې برید، تېر کال د ایران پر اټومي وړتیاوو د نیمې شپې د څټک عملیات، او د ایران د پوځي وړتیا او اټومي هیلو پر وړاندې د حماسي غضب عملیات به تر هغه دوام ومومي چې په تهران کې واکمن رژیم نور د متحده ایالاتو لپاره ګواښ نه وي."

ستراتیژي همدارنګه وایي چې متحده ایالات به د ایران د نیابتي ډلو په وړاندې چې غواړي په امریکایانو برید وکړي، سایبري او استخباراتي عملیاتو ته دوام وکړي.