متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي نوې نقشه خپره کړې او هغه یې د متحدو ایالتونو نوی قلمرو بللی دی.
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا د هرمز په تنګي باندې د کنټرول د لرلو او په ایران باندې د فشار د راوړلو په اړه ټېنګار کړی. ښاغلي ټرمپ تېر ماښام (سپټمبر شپږمه) د ټروت سوشل په حساب کې په دې اړه دوه تازه تازه تصویرونه خپاره کړي دي.
هغه په لومړي تصویر کې د هرمز تنګي تصویر خپور کړی، چې د ایران او عمان ترمنځ دی او ترې حلقه تاوه شوې ده. په تصویر کې لیکل شوي دي، "د متحدو ایالتونو نوی قلمرو. د هرمز تنګی."
ولسمشر ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران له ماتې وروسته به د هرمز تنګی د متحدو ایالتونو په قلمرو کې داخلوي.
ښاغلي ټرمپ تېره اونۍ د هرمز تنګي د نوم د بدلولو وړاندیز کړی و او پوښتلي وو چې ایا دا نوم د ټرمپ په تنګي باندې بدل شي. سپنیې ماڼۍ هم په دې اړه یوه نوې نقشه خپره کړې وه.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیکلي وو:«دا چې هرمز تنګی اوس د امریکا تر کنټرول لاندې دی، باید نوم یې د ټرمپ په تنګي بدل شي؟ او به د امریکا په څېر، تر بل هر وخت، «ډېر ښکلی» وي.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټروټ سوشل کې په دویم خپور شوي تصویر کې د ایران په نقشې باندې په سټک د ګوزار کولو په حال کې لیدل کېږي. له دغه تصویر سره کوم متن خپور شوی نه دی.
د هغه په وروستيو خپاره شويو پیغامونو کې په ایران باندې په اقتصادي او پوځي فشارونو باندې ټېنګار شوی دی. ښاغلي ټرمپ همدغه راز په ایران کې د تیلو د صادراتو او د ریال د ارزښت د کموالي او دا ډول نور مسائیلو په اړه هم معلومات خپاره کړي او او ویلي دي چې ایران «په یوې ماتې خوړلي هېواد» باندې په بدلېدو دی.
دا تصویرونه داسې مهال خپاره شوي دي، چې په ایران باندې د متحدو ایالتونو سمندري، اقتصادي او نور بندیزونه هم روان دي.