متحده ایالتونه او ټوله نړۍ د ۲۰۲۵ کال د پای ته رسیدلو او د ۲۰۲۶ کال د هرکلي لپاره چمتو دي، او په ټوله امریکا کې به سترې میلې ترسره شي، په ځانګړي ډول په نیویارک او واشنګټن کې، څو د متحدو ایالتونو د تاسیس د ۲۵۰مې کلیزې ځانګړې نمانځنې پیل شي.
د نیویارک ښار د ټایمز سکوېر په نوم لوي میدان کې به د نیمې شپې پر مهال په دودیزه بڼه د کریستال ځلانده توپ د ښکته کېدو مراسم ترسره شي، خو وروسته به توپ یو ځل بیا پورته شي او بل ځل ته به د سور، سپین او ابي رنګونو باندې چې د امریکا د بیرغ رنګونه دي په روښانه او ځلانده څراغونو سینګار را ښکته شي او رنګه کاغذونه به وپاشي– تر څو د ۲۰۲۶ کال درناوی وشي او د هېواد په کچه د میاشتو اوږدو لمانځنو مراسم چې (د جولای ۴مې) د امریکا د تاسیس ۲۵۰مې کلیزې ته ځانګړې دي، پیل شي.
په پلازمېنه واشنګټن کې به د ماښام له ۷ بجو څخه د واشنګټن پر لوړ څلي (واشنګټن مونیومنټ) کې د رڼا انځوریزې نندارې پر لویو پردو ولګېږي، او د نیمې شپې پر مهال به د نوي کال اورلوبې د دغه څلي شاوخوا روښانه کړي.
د واشنګټن څلی او شاوخوا ملي میدان (نېشنل مال) له اوږدې مودې راهیسې د امریکاييانو د لمانځغونډو مرکز پاتې شوی، خو د سږکال د نوي کال شپه به تر ډېره ځانګړې او بیله وي.
د سږکال په ټایمز سکوېر او واشنګټن مونومنټ کې د وطنپالنې له احساساتو نه ډکې د هغو لمانځنو یوه مخکینۍ ننداره وړاندې کړي چې د امریکا د ۲۵۰ کلنې کلیزې د نمانځلو لپاره په راتلونکې کې پلان شوي دي. سلګونه پېښې او پروګرامونه به د ۱۷۷۶ م کال د خپلواکۍ د اعلامیې د لاسلیک د درناوي لپاره ترسره شي، چې د هېواد بنسټ ایښودونکو لاسلیک کړې وه.
د «امریکا۲۵۰» د کمېسیون مشره روزي ریوس ده. کانګرس دا دوهګوندي کمېسیون په ۲۰۱۶ کال کې د ۲۵۰مې کلیزې د تنظیم لپاره جوړ کړی و.
هغې وویل: «دا به د تاریخ وړ یوه لمانځنغونډه وي، تر ټولو الهامبښونکې نمانځنه چې دغه هېواد، او ښايي ټوله نړۍ، تر اوسه لیدلې نه وي.»
ریوس او د هغې ټیم د ټایمز سکوېر له اتحادیې (سوداګریزې سیمې) او د «ون ټایمز سکوېر» له ودانۍ سره، چې توپ ترې ښکته کېږي، په ګډه کار وکړ څو د سږکال مراسمو ته نوی رنګ ورکړي.
هغوی د جولای په ۳مه، چې د هېواد د زوکړې له ورځې یوه شپه مخکې ده، د توپ د ښکته کېدو د بلې ځانګړې نندارې د جوړولو پلان هم لري. دا به په تېرو ۱۲۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې په ټایمز سکوېر کې د نوي کال له شپې پرته د توپ ښکته کېدل ترسره کېږي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېر اوړي کې د «فریډم ۲۵۰» نوښت اعلان کړ، څو د ۲۵۰مې کلیزې لپاره نورې اضافي میلې جشنونه او فعالیتونه همغږي کړي.