یوه امریکايۍ رسنۍ وايي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د ترهګر رژیم لخوا د پلار د ځایناستي په توګه د مجتبی خامنه يي د ټاکل کېدو نه نارضایتي ښودلې ده. د رسنۍ په حواله ټرمپ ویلي چې د مجتبی په انتصاب "خوښ ندی".
د ایران دولتي رسنۍ ویلي چې د رژیم د نخبه ګانو شورا د یکشنبې په ورځ مجتبی خامنه يي د نوي رهبر په توګه ټاکلی دی. دغه ټاکنه، د مجتبی د پلار علي خامنه يي له وژل کېدو اته ورځې وروسته ترسره کېږي. خامنه يي د متحده ایالاتو او اسرائیل د هغو ګډو عملياتو په لومړي پړاو کې ووژل شو چې د رژیم د پوځي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره پیل شوي دي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې لیکلي چې د نوې ټاکنې په اړه یې د دوشنبې په ورځ هغه مهال چې ولسمشر د فلوریډا د ایالت د ډورل د ګلف په لوبغالي کې و، د یوې ټېلفوني مرکې په ترڅ کې د ټرمپ نظر پوښتلی دی.
د ورځپاڼې په حواله، له ولسمشر نه پوښتنه شوې چې آیا امریکا به ځوان خامنه يي ووژني. ولسمشر ټرمپ په ځواب کې ویلي: "زه یې درته نه وایم."
په ایران کې بیا د رژیم مخالفانو د ټولنیزو رسنیو په ویډیوګانو کې چې د امریکاغږ فارسي څانګه یې معتبرې ګڼي، د نوي رهبر په وړاندې خپله کرکه څرګنده کړې ده.
په یوې ویډیو کې د یکشنبې په شپه د تهران د یوې برخې اوسېدونکي د "مرګ په مجتبي" نارې وهي داسې چې غږ یې ورڅېرمه استوګنځایونو کې انګازې کوي.
سپینې ماڼۍ هم د دوشنبې په ورځ د اېکس په پاڼه کې ایران ته خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي چې: "دغه رژيم به ډير ژر پوه شي چې هېڅوک باید د امریکا د متحدو ایالاتو د وسله والو ځواکونو زور او ځواک ونه ګواښي."
نورو امریکايي چارواکو هم د امریکا په مشرۍ د برید د پرمختګونو په اړه څرګندونې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو په وزات کې د یوې غونډې په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې متحده ایالات د ایراني رژيم د انتحاري ډرونونو او توغندیو د وړتیاوو د له منځه وړلو لپاره " خپلو موخو ته د رسېدو په لار کې ښه درومي".
د جمعې په ورځ ثبت شوې او د یکشنبې په ورځ خپره شوې مرکه کې د امریکا د جنګ وزیر پېټ هېګسېت ویلي چې د ایران رژیم "د متعارفو توغندیو تر چتر لاندې چې هره ورځ یې تولید زیاتېده هڅه کوله چې خپلې شومې هستوي موخې پټې وساتي."
هېګسېټ ویلي چې "موږ به یقیني کړو چې د هغوي هستوي موخې هېڅکله ترلاسه نشي."
هېګسېټ پدې اړه چې روان برید به تر کله دوام مومي او آیا د متحده ایالاتو ځمکني ځواکونه به هم برخه په کې واخلي، د توضیحاتو د ورکولو نه ډډه وکړه.
ده زیاته کړه، "تاسې په عملیاتو کې د خپلو حدودو په اړه دښمن ته نه وایاست، تاسې رسنیو ته نه وایاست او هېچاته نه وایاست. تر هغه ځایه چې لازمه وي موږ حاضر یو چې مخکې لاړ شو څو بریالي شو."
همدارنګه، د متحدو ایالاتو پوځ د دوشنبې په ورځ د حماسي غضب د عملیاتو په لړ کې د خپل اووم وژل شوي سرتيري هویت په ډاګه کړ.
چارواکو ویلي چې د کنټکي ایالت نه شپږ ویشت کلن بنیامین پننګټون د یکشنبې په ورځ ساه ورکړه. دی د مارچ په لومړۍ نېټه په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان په هوايي اډه کې د ایراني رژیم په برید کې ټپي شو او وروسته د همدغو ټپونو له کبله مړ شو. په همدغه ورځ په کوېټ کې هم د رژیم په بریدونو کې شپږ امریکايي سرتیري وژل شوي وو.