متحده ایالتونو او سویلي کوریا د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو روان کلني ګډ پوځي تمرینونه به رالنډ کړي او د اګست پر ۲۷مه د پلان شوې پای نېټې پر ځای به یې د جمعې په ورځ پای ته ورسوي.
دا بدلون د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغه امر نه وروسته رامنځته شوی چې په کې یې د دغو پوځي تمرینونو د پام وړ کمولو غوښتنه کړې وه.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د دې پرېکړې لپاره دلیلونه له شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون سره خپلې "ډېرې ښې اړیکې"، د تمرینونو لوړ لگښتونه، او په ایران کې د جګړې په برخه کې د سویلي کوریا د مرستې نه کول وښودل.
پنټاګون ویلي چې د تمرینونو لپاره پلان شوي ځینې فعالیتونه یا لغوه شوي او یا په فرضي بڼې ترسره کیږي.
پنټاګون په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا بدلونونه د چمتووالي او روزنې مهمې موخې ساتي. د امریکا د روزنې په موخو کې به هېڅ ډول کمښت رامنځته نه شي.»
د سویلي کوریا پوځ ویلي چې دواړو متحدینو د پوځي تمرینونو د مودې او کچې د بدلون په اړه هوکړه کړې او د ګډو ساحوي روزنو ځینې برخې به راکمې کړي.
شمالي کوریا په منظم ډول د امریکا او سویلي کوریا پر ګډو پوځي تمرینونو اعتراض کړی او ویلي یې دي چې دغه تمرینونه د شمالي کوریا امنیت ته ګواښ دی.
د دغه هېواد دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ د روانو پوځي تمرینونو مخالفت وکړ او ویې ویل چې شمالي کوریا به د خپل ځان د دفاع له حق څخه کار واخلي.