د ټرمپ-کیم ليدنه؛ پر شمالی کوریا د فشار راوړلو مطالبه

د امریکا متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ [اپریل ۱۹] د نړۍ له هېوادونو څخه وغوښتل چې پر شمالي کوریا خپل دیپلوماتیک او مالي فشارونه جاري وساتي څو دغه هېواد د اټومي وسلو جوړول بند کړي.

د بې وسلې کولو په چارو کې د امریکا سفیر روبرټ ووډ وویل چې د واشنګټن پلاوی به دغه غوښتنه د اټومي وسلو د تکثیر د مخنيوي تړون په کنفرانس کې مطرح کړي. دغه غونډه د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ [اپریل ۲۳] د سویس په ژنیف ښار کې کیږي.

شمالي کوریا په ۲۰۰۳ کال کې لدغه ټرون چې هېوادونه د اټومي وسلو له پراختیا څخه منع کوي، ووتله.

د بې وسلې کولو په چارو کې د امریکا سفیر روبرټ ووډ

ښاغلي ووډ وویل چې " د امریکا متحده ایالتونه په مکمله، د اثبات وړ او په نه بدلېدونکي ډول د شمالي کوریا اټومي بې وسلې کولو ته ژمن دي." او پلان لري پر دغه هېواد فشارونو ته ادامه ورکړي څو پیونګ یانګ د خپلو اټومي وسلو او راکټونو د پراختیا لپاره بودیجې ته لاسرسی ونه لري.

ووډ د امریکا تګلاره روښانه نه کړه چې څنګه غواړي پیونګ یانګ خپلې اټومې وسلې "تسلیمې" کړي.

امریکايي چارواکو په داسې حال کې پر شمالی کوریا د فشارونو د زیاتولو غوښتنه کړې ده چې په پام کې ده د جون میاشتې په لومړیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر کیم جون اون سره مخامخ ملاقات وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وویل چې په هغه صورت کې د شمالي کوریا له رهبر سره ویني چې غونډه یې کامیابه وي.

له کیم جون سره د ولسمشر ټرمپ ممکنه لیدنه یوه تاریخي پېښه بلل کیږي.د امریکا هیڅ یوه برحاله ولسمشر د شمالي کوریا له رهبر سره لیدلي نه دي.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي چې " که زما په شتون کې غونډه ګټوره نه وه، زه به په احترام غونډه پریږدم او هغه څه ته به دوام ورکړو چې اوس یې کوو، خو یو څه پېښېدونکي دي."

Your browser doesn’t support HTML5

د ټرمپ-کیم ليدنه؛ پر شمالی کوریا د فشار راوړلو مطالبه