د واشنګټن د پېښې بریدګر به په عمدي قتل تورن شي – چارواکي

امریکایي چارواکي وايي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د هغه افغان وسلوال په وړاندې د فدرالي تورونو کچه لوړوي، چې د چهارشنبې په ورځ د واشنګټن ډي سي په ترهګریز برید کې یې د ملي ګارډ یوه سرتېری وژلی او بل یې ټپي کړی دی.

د واشنګټن څارنوالې، جینین پیررو، د جمعې په ورځ (د نومبر۲۸) د امریکا له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې وویل، وروسته له هغې چې ۲۰ کلنه سرتېرې، سارا بیکسټروم، د اوښتو ټپونو له امله د پنجشنبې په ورځ مړه شوه، ۲۹ کلن افغان بریدګر، رحمان الله لکڼوال، به د عمدي قتل په جرم تورن شي.

لکڼوال په لومړي سر کې د برید له تورونو سره مخامخ و. مظنون کس دا برید د شکرانې د ورځې (Thanksgiving Day) په درشل کې چې یوه ملي رخصتي ده، ترسره کړ.

پیررو وویل که منصفه هیئت بریدگر ګرم ثابت کړي، نو هغه به "لوړه بیه پرې کړي".

مخکې له دې چې د پنجشنبې په ورځ د بیکسټروم د مړینې خبر تایید شي، پیررو له فاکس نیوز سره په یوې مرکې کې وویل که چېرې د ملي ګارد د ټپي شویو غړو څخه یو کس هم خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو د هغې تر امر لاندې اداره به له خپل ټول توان څخه کار واخلي چې د مظنون کس لپاره د مرګ د سزا غوښتنه وکړي.

څارنوالې پیررو د جمعې ورځې په مرکې کې وویل چې د امریکایي چارواکو لخوا په واشنګټن سټېټ او د متحدو ایالتونو په نورو برخو کې پلټنې روانې دي. لکڼوال له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره په واشنګټن سټېټ کې اوسېدو.

هغې زیاته کړه چې دا برید د هغو کسانو په وړاندې یو کمین او "د وژنې پلان" و چې ورڅخه بې خبره وو. پیررو وویل: "د څارنوالې په توګه دا زما دنده چې ثابت کړم څه پېښ شول. او اشتباه ونکړئ چې موږ به دا کار وکړو."

امریکایي چارواکو لکڼوال یو "بهرنی مجرم" بللی چې د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په اتمه، له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو له بې نظمه وتلو وروسته، د "ملګرو ته ښه راغلاست" په نوم د تخلیې د عملیات په چوکاټ کې متحدو ایالتونو ته راغلي و.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شکرانې د ورځې په مناسبت د امریکایي سرتېرو سره په ویډیویي کنفرانس کې وویل چې بل ټپي شوی سرتېری، ۲۴ کلن اندرو وولف، “په خورا ناوړه روغتیایي حالت کې دی“ او“د ژوند او مرګ په حال کې دی.”

ټرمپ زیاته کړه: “هیله ده د هغه په اړه ښه خبرونه واورو.”

ولسمشر د لکڼوال په اړه وویل: “هغه شیطان چې دا کار یې کړی، د هغه وضعیت هم بد دی.”

لکڼوال هغه وخت په ډزو ولګېد چې د برید په سیمه کې د ملي ګارد درېیم سرتېري د هغه د نیول کېدو پر مهال پرې ډزې وکړې.